د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه له ترهګریزو پېښو سره د تړاو په تور ۱۵ تنو ته د اعدام سزا اعلان کړې او ۲۰ نورو ته یې د بند سزا ورکړې ده.
په پاکستان کې د امریکا غږ ډې وې څانګې ویب سایټ ویلي چې د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې چې نن یکشنبه یې خپره کړې راغلي چې یاد ۱۵ تنه په ترهګریزو پېښو، پر امنیتي ځواکونو په حملو، د تعلیمي ادارو ورانولو او د ملکي وګړو په وژلو تورن دي.
یادو کسانو ته دغه سزاګانې د پوځي عدالتونو لخوا ورکول شوي دي.
د راپور لهمخې د پاکستان پوځي عدالتونو هغه شمېرې هم خپرې کړي چې پوځي عدالتونو ته ۷۷۱ دوسیې لېږل شوي چې د۵۴۶ په اړه پوځي عدالتونه پرېکړه کړې چې ۳۱۰ تنو ته یې د مرګ سزا او ۲۳۴ تنو ته یې د بند سزاګانې ورکړل شوي دي.
ویل کېږي چې تر دامهاله ۵۶ تنه اعدام شوي دي.
څلور کاله وړاندې په پېښور کې پر یو ښوونځي د وسله والو تر حملې وروسته چې څه باندې ۱۵۰ تنه شاګردان پکې ووژل شول پاکستان د مرګ پر سزا محدودیت لري کړي.
دا مطلب هم ولولئ پاکستان د اعدامونو لړۍ بیا پیل کړهد پاکستان پوځ نه دي ویلي چې دغه کسان کله اعدامېږي.
د دغه برید مسؤلیت پاکستاني وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.