په خوست ښار کې د پاکستاني ګدايي ګرو شمېر ډېر شوی دی

اکثره ګدایګر د پاکستان نه راغلي او خلک اندیښنه لري چې ښایي د استخباراتو لپاره به کار کوي.

دغه ګدايي ګر چې ښځې، ماشومان، ځوانان او سپين ږيري په کې شامل دي، له رنګه تور دي، دوی په پښتو او درې ژبو نه پوهېږي، دا سې فکر کېږي، چې د پاکستان له کومې سيمې سره تعلق لري.

له دغو خلکو څخه د خوستوالو اندېښنه دا ده، چې ممکن له کومو استخباراتي شبکو سره اړيکې ولري او د ناامنۍ په پېښو کې ښکېل وي.

د خوست اوسېدونکی عصمت الله وايي: ”له دې ګدايي ګرو څخه چې په خوست ښار کې ګرځي، خلک ډېر ترې په عذاب دي. دوی ظاهراً خيرات ټولوي. له حکومت نه دا غواړو چې ژر تر ژره يې په اړه اقدامات وکړي، چې دا په کومه وجه او په کومو اصولو دلته راغلي او خيرات ټولوي‟.

په دغو ګدايي ګرو کې ځينې داسې کسان هم شته، چې په پښو او لاسونو معيوب دي، په ځمکه ښووييږي او د الله ويلو په نعرو ګدايي کوي، ماشومان يې بيا د خلکو پښو ته ورټېټږي او تر هغه يې نه پرېږدي، چې پيسې يې نه وي ورکړې.

دوی له خبريالانو سره خبرو ته نه حاضرېږي. د خوست اوسېدونکي له حکومت نه په دې برخه کې د پلټنو غوښتنه کوي.

د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکی په دې هکله داسې وايي: ” د صبريو ولسوالۍ په خلبېسات ښار ګوټي کې هم شته، هلته د پجشنبې او جمعې په ورځو ميله جوړېږي. هلته د خوست له ښار نه راځي‟.

په ورته وخت کې د خوست امنيه قوماندان هم وايي، چې له ځينو استخباراتي کړيو سره يې د دغو ګدايي ګرو د روابطو په اړه ځينې راپورونه ترلاسه کړي او يو شمېر ګدايي ګر يې د تحقيقاتو لپاره نيولي هم وو.

قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت زياتوي، چې د څېړنو په نتيجه کې يې داسې کوم خاص شواهد نه دي ترلاسه کړي، چې پراساس يې هغوی د کومې کړۍ کسان وپېژندل شي.

هغه زياته کړه: ” پوليسو هغوی څوځله نيولي دي، موږ اطلاعات درلودل چې يو شمېر کړيو دا خلک استخدام کړي دي. خو پوليسو نيولي او تعهد يې ترې اخيستی او له خوست نه يې بهر کړي دي‟.

پر خوست سربېره دېته ورته ګدايي ګر د افغانستان په نورو ښارونو کې هم لېدل کېږي. خو مدني فعال بسم الله ارمان وايي، فکر نه کوي، چې د تېکنالوجۍ په دې پرمختللي دور کې له ګدايي ګرو په استخباراتو چارو کې ګټه واخيستل شي.

ارمان وويل: ”هر هېواد چې په بل هېواد د جاسوسانو استخدامول غواړي، هڅه به وکړي چې په داسې ځايونو کې يې استخداموي چې هلته حکومتونه تصميمونه نيسي. خو ګدايي ګر له هيڅ ډول تېکنالوجۍ څخه برخمن نه دي او نه ورسره لېدل شوې ده‟.

زياتره دا ګدايي د خوست په مرکز کې ښار ته په نږدې سيمو کې په خيمو کې اوسېږي. په ژمي کې يې شمېر لږ وي، خو د اوړي په موسم کې يې ممکن د کورنيو شمېر سلګونه وي.