د پیښور چاري چاپلین

Your browser doesn’t support HTML5

د پېښور اوسېدونکی عثمان خان چې "د پاکستان چارلي" په نوم شهرت لري، د نړۍ د ستر ټوکمار او هنرمند چارلي چاپلین د نقش یا رول په ترسره کولو سره هڅه کوي چې خلک خوشحاله کړي. نوموړی وايي چې دا رول یې ځکه غوره کړی دی چې د کوویډ - ۱۹ وبا تر ختمیدو او د حکومت لخوا د وضع شوي محدودیتونو له لرې کیدو وروسته، غواړي هغه سیمې ته چې بیوزلي، ځانمرګو بریدونو او د اورپکو له ګواښونو سره مخامخ دي، خوښۍ راولي.