د لاهور محکمې د عمران خان د نیولو پلان نور هم وځنډوه 

عمران خان

په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د مخکني صدراعظم عمران خان د نیولو پلان نور هم وځنډوه او د خان د ګوند په مظاهرې یې هم بندیز ولګوه.

پولیس او امنیتي ځواکونه د عمران خان کور ته ورغلي وو،‌ چې د فساد په تور یې ونیسي، خو پلویانو یې مخه ونیوله او اخ او ډب رامنځ ته شو.

د لاهور عالي محکمې نن پنجشنبه مارچ ۱۶ (کب۲۵) پولیسو ته لارښوونه وکړه چې د عمران خان د نیولو پلان د جمعې تر ورځې پورې وځنډوي. محکمې د عمران خان له حقوقي ډلې څخه هم غوښتي دي چې ستونزه دې د خبرو له لارې حل کړي.

شک نشته چې د محکمې له نوې پرېکړې وروسته به عمران خان او پلویانو یې څه نا څه د ارامې ساه اخیستې وي، خو د هغه د نیولو لپاره استول شوي پولیس او امنیتي ځواکونه له سیمې څخه اېستل شوي نه دي.

د پنجاب په ایالت کې د پولیسو مشر عثمان انور وايي پولیس ورغلي وو چې د عمران خان د نیولو لپاره د محکمې امر په ځای کړي،‌ خو په خبره یې د خان پلویانو په پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړ. نوموړي د پاکستان جیو تلویزون ته وویل: «موږ به د محکمې امر په ځای کوو.»

په همدې حال کې د لاهور پولیسو د عمران خان او د هغه د پلویانو په ضد دوې نورې قضیې ثبتې کړي‌ دي: د پولیسو د ودانیو تخریب او په پولیسو باندې برید.

په اسلام اباد کې د عمران خان حقوقي ډلې له قاضي ذوالفقار اقبال څخه وغوښتل چې د خان د نیولو لپاره دې خپله پرېکړه وځنډوي، خو قاضي لا څه نه دي‌ ویلي‌ دي چې دا پرېکړه به ځنډوي که څنګه.

قاضي ویلي دي‌ که عمران خان همدا اوس ځان محکمې ته وسپاري، پولیس به یې کور ته له ورتګ څخه بند شي.

په عمران خان تور دی چې د خپل صدارت په مهال یې هغه ته ورکړل شوې رسمي ډالۍ ځان ته اخیستې او یا دغه ډالۍ یې خرڅې کړې او د ګټې وټې په اړه یې بېرته حکومت ته راپور نه دی ورکړی. په دغو ډالیو کې د رولیکس یو ساعت هم شامل دی چې زرګونه ډالر قیمت لري.

د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په یوې محکمې د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون یو مدافع وکیل سعد حسن د عمران خان د نیولو پلان د ځنډولو له غوښتنې سره مخالفت وکړ او وویل چې عمران خان له جنوري راهېسې د محکمې پرېکړې له پامه غورځولې دي.

عمران خان ویلي‌ دي چې حکومت یې ځکه د نیولو هڅه کوي چې په را روانو انتخاباتو کې ونه درېږي او له ټاکنو څخه یې محروم کړي.

عمران خان تېرکال له صدراعظمۍ څخه لېرې کړل شو، سیاسي ګوندونه هغه تورنوي چې د پاکستان اقتصاد یې خراب کړ او خپلې ژمنې یې عملې نکړې.