پاکستاني سرحدي ځواکونو د تورخم لاره بیرته پرانیسته

دا لار تیره ورځ ماسپښین پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا په یو اړخیز ډول بنده شوې ده

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي پاکستاني سرحدي ځواکونو نن د شنبې په ماسپښین له څلورویشت ساعتونو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحدي لار بیرته د مسافرو تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده.

دا لار د تېرې ورځې له غرمې وروسته د پاکستاني نظامیانو لخوا دواړو لورو ته د تلونکو مسافرو پر مخ تړل شوې ده، چې له امله یې ډېر شمېر مسافر دواړو خواوو ته بند پاتې وو.

دمخه معلومات

پاکستاني چارواکو د امریکا غږ ته ویلي دي چې دغه دوازه یې ځکه تړلې چې تېره ورځ په تورخم کې له دروازې څخه پاکستاني پلو ته په ملېشه ځواکونو د ګرنېټو چاودنې شوې چې له امله یې شپږ ملېشه او دوه عام مسافر زخمیان شوي دي.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې اوه مسافرین چې افغانستان طرف ته راوښتل په دغه پېښه کې زخمیان شوي او د تورخم په روغتیايي مرکز کې یې درملنه شوې ده.

نوموړی وايي:"اوس هم لاره بنده ده او تېره شپه نژدې سلو مسافرو په تورخم کې شپه کړې ده چې مونږ ورته د ډوډۍ او هلته د شپې کولو زمینه هم برابره کړې ده".

نوموړی وايي تر اوسه د تورخم دورازه کې د مسافرو د تګ راتګ لپاره اجازه نه ده شوې او سلګونه مسافر په دې غاړه کې ایسار پاتې دي.

په تورخم کې یو مسافر چې زیرک نومېږي امریکا غږ ته وویل تر درې سوه کسان په تورخم کې ایسار دي او په دې تمه دي چې پاکستان پلو ته به د اوښتو اجازه ورکړل شي.

نوموړی وايي: "اوه جنازې هم د تورخم دروازې په پاکستاني پلو کې ایسارې پاتې دي او اجازه نه ورکوي چې دې غاړې ته یې پرېږدي".

تر اوسهپاکستاني چارواکو مسافرو ته د تګ راتګ د اجازې ورکولو په اړه څه نه دي ویلي.