پاکستانۍ روپۍ د ډالرو په وړاندې په بې ساري ډول خپل ارزښت بیاللی

د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل پاکستانۍ روپۍ په بې ساري ډول د بهرنیو اسعارو په وړاندې په ځانګړي ډول د امریکايي ډالر په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او اوس مهال يو امریکايي ډالر ۳۰۰ پاکستاني روپیو سره تبادله کیږي.

د پاکستان د مرکزي بانک د شمېرو له مخې د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) يو امریکايي ډالر په ۲۹۹.۶۴ روپیو تبادله کیده، چې د پنجشنبې په ورځ پاکستانۍ روپۍ خپل ارزښت نور هم له لاسه ورکړ او یو امریکايي ډالر د ۳۰۰.۲۲ روپیو سره تبادله کیده.

د پاکستان د پېسو د بدلولو د ټولنې د معلوماتو له مخې د بانکونو ترمنځ د راکړې ورکړې ترڅنګ په ازاد مارکيټ کې هم د روپۍ ارزښت نور هم کم شوی او دغېر قانوني راکړه ورکړې په بازار کې ډالر له دې بیې څخه هم د زیاتو روپیو سره تبادله کیږي.

د امریکا غږ ډیوې ته د اقتصادي چارو کارپوهانو ویلي، چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت کمیدل به په دغه هیواد کې د اړتیا وړ موادو د بیو د لوړیدو سبب شي.

دغو اقتصادي چارو کارپوهانو ویلي، چې په پاکستان کې ډالرو ته اړتیا زیاته شوې ده او ددغه هیواد حکومت هم د پاکستانۍ روپۍ د ژغورلو لپاره کوم اساسي پلان نلري.

د پیسو د وجهې صندوق "آی ایم ایف" سره د درې میلیاردو ډالرو د تړون وروسته د پاکستان حکومت له بهر څخه په وارداتو بندیزونه لیرې کړي دي او بانکونو ته یې اجازه ورکړې، چې واردونکو ته ډالر ورکړي.

خو سوداګر وايي، چې بانکونو کې ډالر کم دي او اکثره بانکونه د ازاد بازار څخه ډالر اخلي، چې د ازاد بازار څخه د ډالرو اخیستل بانکونو ته ګران پریوځي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې اندیښنه ښودلې، چې کیدای شي په راروانو ورځو کې به په پاکستان کې د تیلو، بریښنا او ګاز بیې نورې هم لوړې شي.

د رپوټونو له مخې پاکستان یوازې د جولای په میاشت کې د ۷۹۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له بهر څخه تیلو وارولو سپارښتنې کړې وې.

د بلې خوا د پاکستان د مرکزي بانک د شمیرو له مخې په یوه اونۍ کې د بهرنیو اسعارو زیرمې تر ۱۳۰ میلیونو ډالرو څخ زیاتې کمې شوي دي.

د پاکستان مرکزي بانک د اګست په ۱۸ د بهرنیو اسعارو زیرمې ۱۳.۳۸ ملیارده ډالره او د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۴ دا زیرمې ۱۳.۲۵ میلیارده ډالره ښودلې دي.

د رپوټونو له مخې پاکستان باید په روان مالي کال کې بهرنیو پورونو لپاره ۲۵ میلیاده ډالر ورکړي، چې د اقتصادي چارو کارپوهان دا ګڼي، چې د ډالر د بیې لوړیدل به د پاکستان ستونزې لا زیاتې کړي.