په پکتیا کې افغانۍ د کلدارو ځای نیولی

د ګردېز ښاريان د افغانۍ د ترويج له امله خوښ دي.

چارواکي وايي چې د کلدارو پر چلند بنديز هغه مهال بريالی شو چې د ګردېز ښار لسګونه دوکانونه يې له دې امر نه د سرغړونې په صورت کې د څو ورځو لپاره وتړل.

وروسته له هغه چې حکومت ګردېز ښاريانو ته د پاکستانۍ کلدارو د بنديدو لپاره يوه مياشت وخت ورکړی و، اوس په دغه ښار کې حکومت د افغانۍ د ترويج لپاره پر دوکاندارانو او مشتريانو جدي څارنه لري.

د ګردېز ښار دوکاندار نيازګل وايي چې د کلدارو بندول سخت وو، خو دا کار هله شونی شو چې حکومت يو شمېر دوکانونه د دوکاندارانو د سرغړونې په صورت کې د دريو، دريو ورځو لپاره وتړل.

د ډاکټرنجیب الله د حکومت له سقوط وروسته، کله چې افغان مهاجرين خپل وطن ته ستنېدل شول، د يو شمېر نورو ولايتونو ترڅنګ په پکتيا کې هم د پاکستانۍ کلدارو چلند معمول شوی و.

د صرافانو په وينا اوس په ګردېز ښار کې شاوخوا ۹۵ فيصده راکړه ورکړه په افغانۍ ترسره کېږي. که څه هم ځينو خلکو اندېښنه لرله چې دغلته افغانۍ کمه ده خو صرافان وايي چې دا ستونزه هواره شوې ده.

ګردېز ښاريان د افغانۍ د ترويج لپاره خوښ دي. دوی له حکومت نه غوښتنه لري چې دا پروسه لا نوره هم ګړندۍ کړي. د پکتيا والي شميم خان کټوازی د دې مبارزې د لا جدي کولو خبر ورکوي.

د څېړونکو له نظره د هر هېواد اقتصاد د هغه له پولي واحد سره مستقيماً تړلی دی. د پوهنتون دا استاد وايي که په نورو ښارونو کې هم افغانۍ ترويج شي، دا د افغانستان پر اقتصادي وضعيت مثبت اغېز لري.

افغان دولت د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره تر ډېره بريده د ډالرو په خرڅلاو تکيه لري، مګر د څېړونکو په وينا په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د بهرنيو اسعارو پر چلېدو بنديز هم د افغانۍ د نرخ په لوړېدو کې ډېره مرسته کوي.