پاکستان نرښځیانو ته د روغتیا کارتونه ورکوي

په پاکستان کې نرښځیانو لپاره د روغتیا ښو اسانتیاوې برابرولو او د درملنې په دوران کې د هر ډول تبعیض مخنیوي په موخه د روغتیا ځانګړي کارتونه ورکول پیل کړل.

ډیری وخت په روغتونونو کې د نرښځیانو پر وړاندې تبعیضي چلند کیږي او دوي ته روغتیایي خدمتونه په وخت نه رسیږي چې له کبله یې ګڼ شمیر نرښځیان مړه شوي هم دي.

ډاکټرانو د دغې ستونزې اصلي لامل د نرښځیانو د جنسیت څرنګوالی ښودلی. ددوي په وینا چې دا معلومه نه وي چې دوي د سړیو برخې ته ولیږدول شي او که د ښځینه و.

د همدغې ستونزې د حل لپاره د پاکستان روغتیایي چارواکو پریکړه کړې چې له دې وروسته به په هر روغتون کې د نرښځیانو لپاره بیله برخه جوړیږي.

په روغتیایي چارو کې د صدراعظم عمران خان ځانګړی سلاکار، ظفر مرزا وایي چې د ځانګړو خدمتونو د دغه کارت توزیع به ډیر زر پیل شي او یواځې هغو کسانو ته ورکړل شي چې د هویت په کارت کې یې خپل جنسیت نرښځي ته اړولی وي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت مسئولیت لري چې د نرښځیانو په شمول د هیواد ټولو اتباعو ته د روغتیا اسانتیاوې برابرې کړي خو نرښځیان هم باید په دې پوه شي چې د روغتیایي خدمتونو لپاره په تذکره کې د دوي جنسیت بدلول اړین دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په ټولو ایالتونو کې نرښځیان د سختو شرایطو لاندې ژوند کوي او په ځانګړې توګه هغه سیمو کې چې سخت دریځه اسلامپالي پکې اوسیږي. دوي نرښځیان د لواطت او فحاشۍ سره تړي او له دې کبله ورسره ښه چلند نه کوي.

د ټولو ستونزو سربیره په تیرو څو کلونو کې د نرښځیانو په ژوند کې د مثبت بدلون څرک لیدل شوی. په کال ۲۰۱۸ کې د لومړي ځل لپاره یوه ټرانس نجلۍ، ماروي ملک د تلویزون په پرده ښکاره شوه او د یو ژورنالست په توګه یې خپله دنده پیل کړه.