د پاکستان حکومت په پام کې لري چې طبي کارکوونکو ته د واکسین د تطبیق لړۍ راتلونکې اونۍ پیل کړي.
د پاکستان د پلان او پرمختیا وزیر، اسد عمر چې د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي له هڅو څخه نظارت کوي د چهارشنبې په ورځ جنوری ۲۷( سلواغه ۸) په خپل ټویټر کې ددغې برنامې د پیل په اړه خبر ورکړی.
ښاغلي عمر لیکلي: د واکسیناسیون سیستم چمتو شوی. په ټول هیواد کې به د کرونا واکسین د تطبیق لړۍ په سلګونو مرکزونو کې پیل شي. انشاالله روغتیایي کارکوونکو ته به د واکسین د تطبیق لړۍ راتلونکې اونۍ پیل شي.
The system for vaccination is in place. Hundreds of vaccination centres in the country will be administering covid vaccine. Inshallah the vaccination of front line health workers will start next week. https://t.co/aRG07cMKgv
— Asad Umar (@Asad_Umar) January 27, 2021
چین وعده کړې چې د دغه هیواد سینوفارم په نوم شرکت کې د کرونا تولید شوي واکسین نږدې ۵۰۰ زره ډوزه به پاکستان ته په وړیا توګه ورکوي.
پاکستاني چارواکو هم منلې چې ددغه واکسین لومړۍ برخه به د شنبې په ورځ پاکستان ته ورسیږي.