د پاکستان پوځ جنوبي وزیرستان کې ۱۱ جنګیالي وژلي

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي.

د پاکستان پوځ وایي د افغانستان پولې سره نږدې په جنوبي وزیرستان کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو په چاپې کې ۱۱ جنګیالي وژل شویدي.

پوځ پنجشنبه جنوري ۵ (مرغومي ۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي په سیمه کې یې د جنګیالیو د شتون په هکله معلومات تر لاسه کړي و او پدې چاپې سره د "په لوړه کچه په بریالۍ توګه د ترهګرې یوه کړنه شنډه شوه".

د پوځ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې وژل شوي جنګیالې د کومې ډلې غړي دي خو امنیتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې په وژل شویو کې ځانمرګي برید کوونکي او یو مهم قوماندان شامل دی.

پدې سیمې کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ فعالیت لري او د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

پاکستاني طالبانو تیر کال د دې هیواد د امنیتي ځواکونو په ګډون سلګونه تنه وژلي دي. دې ډلې تیر کال د ډسمبر په میشات کې یوازې څه باندې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۴۰ غړي ووژل چې په تیرې یوې لسیزې کې دومره ډیر امنیتي ځواکونه د "ترهګرۍ" په بریدونو کې ندي وژل شوي.

پاکستاني چارواکي ادعا لري چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځای څخه په پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي.

سره لدې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي وو که یې هیواد د تحریک طالبان پاکستان په شان ډلو له خوا وګواښل شي، اسلام آباد قانوني واک لري چې د افغانستان‌په منځ کې د اورپکو د پټیدو د ځایونو په خلاف اقدام وکړي، خو هغه چارشنبه جنوري ۴ وویل هیڅ وخت ندي ویلي چې پر افغانستان به برید وکړي او یا به هم په هغه هیواد کې پر هغو اهدافونو بریدونه وکړي چې پاکستان ګواښي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې هم وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د بریدونو په کولو فکر نکوي.

میرمن بلوچ وویل چې د ملګرو ملتونو د یو مسؤل غړي په توګه پاکستان د نورو هیوادونو سیاسي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د پاکستاني چارواکو د ویناوو پر ضد چې په افغانستان کې د احتمالي بریدونو په هکله یې کړې وې، تند غبرګون وښود.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت په یو تند غبرګون کې وویل چې افغانستان "بې صاحبه ندی" او کولی شي له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې "پاروونکي او بې اساسه" وبللې او ویې ویل چې دا ډول څرګندونې د "دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي.