د پکتیکا په برمل کی دوه ماشومان په پولیو اخته شوي – مسوولین

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پولیو وروستیو دوو مثبتو پېښو ددې ولایت خلک اندیښمن کړي دي. دوی پدې هکله له دولت څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د برمل په ولسوالۍ کې د پولیو دغه دوه تازه پیښې د یو درې کلن ځنډ وروسته رامنځ ته کیږي. په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې په دې ولسوالۍ کې د پولیو ۷ مثبت پېښې رامنځته شوې وې چې ډېرې پیښې یې د وزیرستاني کډوالو په ماشومانو کې وې.

برمل د پکتیکا یوه له سرحدي ولسوالیو څخه ده چې د پاکستان له جنوبي او شمالي وزیرستان سیمو سره شاوخوا ۳۶۵ کیلو متره ګډه پوله لري.

د پکتیکا خلک د افغان حکومت او مسوولو بنسټونو نه غواړي چې برمل او ددې ولایت نورو ولسوالیو ته لازمه پاملرنه وکړي.

د پکتیکا اوسیدونکی حضرت شاه نورزاد وایي "دا د خواښینۍ وړ خبره ده چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې دوه ماشومان په یوه اوونۍ کې په فلج اخته کېږي، له دولت څخه مو هیله ده چې ددې ناروغۍ مخه ونیسي".

ددې ولسوالۍ بل اوسیدونکی کلیم خان امریکا غږ ته وویل: "مونږ د نن څخه وروسته هر شي ته ژمن یو چې مونږ ته باید واکسین راورسیږي، دلته ډیر مشکلات دي، ډیري ناروغۍ دی له دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې که همکاري راسره وکړي دېر به خوشحاله شو."

بلخوا د پکتیکا روغتیايي مسوولین وايي هڅه کوي ددې ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي خو په یاده ولسوالۍ کې د امنیت نه شتون دوی تر ټولو لویه ننګوونه یادوي.

محمدنور چې د عامې روغتیا ریاست کې د پولیو اړوند د عاجلې څانګې مشر دی وايي، د برمل ولسوالۍ ترڅنګ د پکتیکا ډیری نورې ولسوالۍ هم د پولیو ویروس له جدي خطر سره مخ دي.

هغه وایي "نه یوازي په برمل کې بلکې نورو ولسوالیو کې هم ددې امکان شته چې د پولیو پېښې رامنځته شي، ځکه د بعضي ملحوظاتو له امله اته میاشتې د پولیو واکسین نه دي تطبیق شوي او هم هغه موسسات چې صحي خدمات وړاندې کوي فعالیتونه یې ضعیف دي".

د واکسین په اړه ناسم پوهاوی او په خلکو کې د سواد د کچې ټیټوالي ترڅنګ په هېواد کې روانې جنګ جګړې د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر وړاندې تر ټولو غټ خنډونه بلل کېږي.