په غزې کې د اسرائیل د بریدونو په اعتراض کې یو امریکايي-فلسطینی ډاکټر د بایډن له مجلس څخه ووت

عکس- ارشیف

یو امریکايي-فلسطینی ډاکټر وايي چې د غزې د خلکو سره د خواخوږۍ او پیوستون ښودلو لپاره په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر جوبایډن په کوربتوب د روژې له میلمستیا څخه وتلی دی.

دغه ډاکټر ثاير احمد نومېږي او په روان کال کې غزې ته هم تللی و. هغه د "سي ان ان" تلویزون ته وویل چې د بایډن او مسلمانانو د ټولنې د تېرې ورځې غونډه یې د اسرائیل د حمایت له کبله د امریکا د بیان په اعتراض کې پرېښوده.

دی په شیکاګو کې د بېړنیو چارو ډاکټر دی. هغه ویلي چې ولسمشر بایډن ته یې وویل: "زه د یوې داسې ټولنې غړی یم چې رنځېږي. موږ غمژن یو. له تېرو شپږ میاشتو کې راهېسې چې څه پېښېږي، زموږ زړونه یې مات کړي‌ دي."

نوموړي وویل چې له دغو خبرو وروسته یې بیا وویل: "اجازه راکړئ چې خپلې ټولنې، ټولو کړېدلیو او په دغې مودې کې ټولو وژل شویو خلکو ته د درناوي په خاطر له دغه مجلس څخه ووځم."

سپینې ماڼۍ نن چهارشنبه اپریل درېیمه (وري ۱۴مه) وویل چې ولسمشر بایډن د ډاکټر دغه دریځ ته درناوی لري. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په یو خبري کنفرانس کې وویل: "ولسمشر د سوله ایز اعتراض لپاره د هر امریکايي حق ته درناوی کوي. هغه پوهېږي چې دا د ډېرو امریکایانو لپاره یوه دردناکه شېبه ده."

د اسرائيل د ملاتړ له پلوه په کور دننه په ولسمشر بایډن باندې ځینې فشارونه شته، له همدې کبله هغه د روژه د میاشتې مراسم مختصر نیولي وو. د مسلمانانو د ټولنو مشرانو ولسمشر بایډن سره ولیدل، خو غوښتنه یې وکړه چې باید د روژه ماتې پروګرام ونه نیول شي او ولسمشر د سپینې ماڼۍ له مسلمانو کارکوونکو سره یوه مختصره روژه ماتې وکړه.

د غزې د جکړې په اړه حساسیتونه له هغه وروسته نور هم زیات شول چې د اسرائيل هوایي ځواکونو د یوې امریکايي خیریه ټولنې (World Central Kitchen) په کاروان باندې برید وکړ او ځینې کارکوونکي یې ووژل.

ولسمشر بایډن په دې اړه په خپلو څرګندونو کې وویل چې "په قهر" دی او اسرائيل یې تورن کړل چې د بشري مرستو د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره کافي کار نه دی کړی. دا د غزې د جګړې له پیل راهېسې په دې اړه د ولسمشر بایډن تر ټولو تندې خبرې بلل کېږي.

د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل: "زه فکر کوم تاسو د تېرې ورځې په بیانیې کې نهیلي ‌توب حس کولای شي."

خو سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر بایډن به له "ځان څخه د دفاع لپاره د اسرائيل د حق" ننګه کوي او د امریکا د دغه کلیدي متحد باندې د وسلو د محدود کولو کوم پلان نه شته.

بلخوا اسرائیل ویلي دي چې په غزه کې به د حماس تر بشپړ ځپلو پورې چې د تیر کال د اکتوبر پر اوومه نېټه یې پر اسرائیل برید وکړ، پوځي عملیات به دوام ولري.

اسرائیل په غزه کې د حماس پر وړاندې پراخ پوځي عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې د حماس جنګیالیو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه نېټه د اسرائیل پر جنوبي سیمو برید وکړ. په دغه برید کې د اسرئیلي مقاماتو په خبره، شاوخوا ۱۱۶۰څخه زیات ملکي وګړي ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د اسرائیل د ځوابیه او غچ اخیستونکې بریدونو په پایله کې، تر اوسه پورې له ۳۲۸۰۰ څخه زیات فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي. همدارنګه د غزې پر شمالي سیمو د اسرائیل له بریدونو وروسته، ګڼ شمېر فلسطینیانو د رفح سیمې ته پناه وړې ده.