افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د رایې اچونې بهیر پیل شو

جمهور رئیس غني شاوخوا اوه بجې د امانې په لیسه کې خپله رایه وکاروله.

نن د شنبې د ورځې په سهار(تلې ۲۸ مه) شاوخوا اوو بجو د جمهور رئیس غني له خوا د کابل د اماني په لیسه کې د رایې د کارونې لږ وروسته د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د رایې اچونې بهیر پیل شو.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد په دغه مرکز کې د خبرو پر مهال د افغان حکومت له ملکي او نظامي چارواکو وغوښتل، چې د ټاکنو په بهیر کې خپله بې طرفي وساتي.

ښاغلي صیاد وویل " نن تاسو ګورۍ، چې د افغانستان جلالتماب رئیس صاحب جمهور او د دولت رهبرۍ دلته تشریف راوړی په اماني لیسه کې او خپله رایه هغه چاته ورکوي، چاته، چې د ده خوښه وي. په ټول هیواد کې په ۳۳ ولایتونو کې، چې ټاکنې ترسره کیږي هغوی ټولو ته زمونږ پیغام دادی، چې خپله بې طرفي وساتي او خلکو ته د دې زمینه برابره کړي، چې خپله رایه ورکړي".

ښاغلي صیاد د ټاکنو د کمیسیون له کارکوونکو هم وغوښتل، چې که چیرې کوم څوک د دوي په چارو کې مداخله کوي، نو ژر ترژره دې د ټاکنو کمیسیون مرکزي دفتر ته خبر ورکړي، چې په اړه یې جدي اقدام وشي.

جمهور رئیس غني د رایې کارولو وروسته په خپله وینا کې وویل،چې د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو په اړه بې باوري پای ته ورسیدله او نن د ټاکنو بهیر پیل شو.

جمهور رئیس غني وویل" شک وو، تردید وو، نن په یقین بدل شو، انتقاد وو، انشاالله نن په همکارۍ بدل شو".

جمهور رئیس غني د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارواکو او افغان امنیتي ځواکونو څخه د ټاکنو ورځې ته د امکاناتو د برابرولو له امله مننه وکړه.

همداشان جمهور رئیس غني د ولسي جرګې په ټاکنو کې له نوماندانو څخه د ټاکنیزو سیالیو په ترسره کولو او په ټاکنو کې خلک ګډون ته د هڅولو له امله مبارکي ورکړه.

جمهور رئیس غني وویل، چې د نورستان د منډول ولسوالۍ پرته د افغانستان ټولو ولسوالیو ته د تیرې ورځې تر مازیګره ټاکنیز مواد رسول شوي.

هغه وویل، چې نن سهار به دغې ولسوالۍ ته هم ټاکنیز مواد رسیدلي وي.

جمهور رئیس غني وويل، چې کندهار په ولایت کې د دغه ولایت د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د مړینې له امله ټاکنې یوه اونۍ ځنډیدلې او ټاکل شوې، چې په دغه ولایت کې به بله شنبه ټاکنې ترسره شي.

جمهور رئیس غني د غزني ولایت اوسیدونکو ته هم ډاډ ورکړ، چې ژر به په دغه ولایت کې د ټاکنو لپاره نیټه وټاکل شي.

د جمهور رئیس غني سربیره د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني بي بي ګل او د افغان حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو هم د امانې په لیسه کې د رایې اچونې په مرکز کې خپلې رایې وکارولې.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم نن خپله رایه د نادریې په لیسه کې وکاروله.

ښاغلي عبدالله له خلکو وغوښتل، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د امریکا غږ اشنا راډیو او تلویزیون د خبریالانو د راپور له مخې د کابل ښار د رایې اچونې په ټولو مرکزونو کې رایه اچونه په یو وخت پیل نه شوه او په ځینو مرکزونو کې رایې اچونې بهیر د ټاکلې وخت څخه په ځنډ پیل شو.حتې ځینو رایې ورکوونکو شکایت کوه، چې د رایې اچونې مرکزونه له ټاکلې وخت یو نیم ساعت تر دوو ساعتونو پورې نه وو پرانیستل شوي.

په ځینو ولایتونو کې هم د رایې اچونې بهیر په اوو بجو پیل نشو .

په کندز کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ګل رحیم نیازمن د راپور له مخې په دغه ولایت کې هم د رایې اچونې بهیر یو څه ناوخته پیل شو.

همداشان وسله والو طالبانو د کندز پر ښار څو توغندي هم ویشتلي، خو چاته په کې د سر زیان نه دی رسیدلی.

د کندز ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس محمد رسول عمر خبریالانو ته ویلي، چې د دغه ولایت د امام صاحب د ولسوالۍ د اب فروشانو د سیمې د رایې اچونې د مرکز ټول ټاکنیز مواد او د پولیسو یو رنجر موټر وسله والو طالبانو له ځان سره وړي دي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد وویل، چې په هر مرکز کې، چې د رایې اچونې بهیر ناوخته پیل شوی وي، د رایې اچونې د بهیر پیل به له هغې نیټې څخه وشمیرل شي او ترهغې، چې ټولو رایې اچوونکو خپلې رایې نه وي کارولې د رایې اچونې بهیر به دوام ومومي.

ښاغلي صیاد وویل، د رایې اچونې په هغو مرکزونو کې، چې له ستونزو سره مخ کیږي سیار ټیمونه به خلکو ته د رایې اچونې امکانات برابر کړي.

افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو بهیر وخت د سهار د اوو بجو څخه د مازیګر ترڅلورو بجو پورې ټاکل شوی دی، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، که چیرې د ټاکلې نیټې هغه خوا هم د رایې ورکونې په دکوم مرکز کې رایې ورکوونکي په قطار کې ولاړ وي، نو هغوی ته به د رایې ورکولو لپاره اضافي وخت ورکړل شي.

د شنبې د ورځې په ټاکنو کې د ۲۵۰۰ څخه زیات دنوماندان، جې ۴۱۷ یې ښځې دي ولاړ دي. د افغانستان پارلمان ۲۵۰ څوکۍ اري، چې یوه یې افغان هندوانو او سیکانو ته او ۶۸ نورې یې ښځو ته ځانګړې شوي دي.

دا ټاکنې د یو شمیر بهرنیو څارونکو ترڅنګ د سیاسي ګوندونواو نوماندانو د استازو او د مدني ټولنې او ټاکنو د څار ادارو د څلور سوه زرو څخه د زیاتو څارونکو له خوا څارل کیږي.