تمه ده چې د متحدو ایالاتو د فیدرالي حکومت یوه برخه به تر ډېره په روانه اونۍ کې هم بنده پاتې شي.
د سپینی ماڼۍ او د کانگرس د منتخبو استازیو ترمنځ جنجال لا په خپل حال روان دی، له بل پلوه په توقیف شویو کډوالو کې یو بل ماشوم هم مړ شو.
ولسمشر ټرمپ د دېوال بودجه غواړي او ډموکراټان په ټینګه د بودجې له منظورولو نه انکار کوي.
د امریکا مهمې رسنۍ داهم وايي چې ولسمشر د دېوال د بودجې پر سر مصالحې ته چمتو نهدی.
خو ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ په یو ټویټر کې استدلال وکړ چې ولسمشر اوباما او د هغه مېرمنې د خپل خوندیتوب لپاره په واشنگټن ډی سي کې له خپل کورنه لس فوټه لوړ دېوال چاپېر کړی دی او په وینا یې دی ورسره موافق دی، ځکه دا د هغوی د خوندیتوب لپاره ضرور دی.
ولسمشر زیاتوي امریکا همدغه راز یو دېوال ته ضرورت لري خو چې لږ اوږد وي.
President and Mrs. Obama built/has a ten foot Wall around their D.C. mansion/compound. I agree, totally necessary for their safety and security. The U.S. needs the same thing, slightly larger version!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) December 30, 2018
لنډه دا چې ولسمشر ټرمپ لا په خپل دریځ ټیګ ولاړ دی، خو پر ډموکراټانو خپل فشار، انتقاد او استدلال ته ادامه ورکوي.
Your browser doesn’t support HTML5
ولسمشر ډونالد ټرمپ د ماشوم د مړینې پړه پر ډموکراټانو اچولې او په ټویټر کې یې لیکلي که چیرې دېوال موجود وای نو بې اسنادو کډوالو به امریکا ته د را تللو هڅه نه کولای.
خو ډموکراټان په دې ډول استدلال تمسخر کوي، هغوی وايي زښت ډېر کډوال په خپلو هېوادونو کې د ډېر تشدد او فقر له امله تېښتې ته اړ کېږي او د کډوالۍ لپاره موجه غوښتنې لري.