پښتین-پي ټي ایم د مختلف فکر لرونکو قامي تحریک دی

د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین په خپل فیس بک لائیو په یوې وینا کې ټینگار کړیدی چې پي ټي ایم د مختلف نظر او فکر لرونکو قامي تحریک دی

منظور پښتین پخپلې وینا کې هغه نیوکو او پوښتنو ته ځواب وویل چې د پي ټي ایم د جوړیدو نه وروسته ورسره مخامخ دی. په پي ټي ایم د مختلف فکر او نظر لرونکو د ملاتړ کونکو له کبله اکثر نیوکې کیږي چې گونې د دغه فکر یا نظر لرونکو استاځیتوب کوي.

منظور پښتین په خپله وینا کې دا په ډاگه کړه چې پي ټي ایم د کومې ډلې، سیاسي گوند او یا د مذهبي فرقې استاځیتوب نه کوي بلکه د ټولو پښتنو د حقونو لپاره کار کوي. هغه وویل چې د تحریک هدف د پښتنو د ژوند ژغورنه ده. هغه وویل

"په تحریک کې شامل خلک ټول خپلې عقیدې لري او هیچا خپله لاره نده پریښې. خو د تحریک ملگرتیا "پښتون ته ژوندون غواړو" عنوان لاندې څه مطالبات وي د هغه او د پښتنو د ژوندون لپاره دوی قامي تحریک جوړ کړی دی چې په هغه کې سره شریک واوسو."

منظور پښتین خپله خبره تکرار کړه چې په پښتون تحریک هیڅ څوک هم خپله نظریه نه شي ور تپلې.

په پاکستان کې د منظور پښتین د تحریک اکثر مخالفین په هغه او ملگرو یې تورونه لگوي چې هغه د یو چا په ایجنډا کار کوي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور حتی پښتین د " گاونډي ملک افغانستان په لمسون" د تحریک په پیلولو تورن کړیدی خو پي ټي ایم دغه تورونه ردوي.

په پاکستان کې د پښتون تحفظ تحریک په ملاتړ کونکو کې د مختلفو سیاسي گوندونو چې پکې د عوامي نیشنل گوند، ملي عوامي گوند، تحریک انصاف، جمعیت علما اسلام او داسې د نورو گوندونو طرفداران شامل دي.