جگپوړي چینايي چارواکي پر سوداگرۍ خبرو لپاره واشنگټن ته راځي

د امریکا او چین تجارتی هیئت چې په پیکنگ کې ېې سږکال د مارچ په ٢٩ مه مذاکرات وکړل.

یوشمیر تحلیل گران وايي چی د واشنگټن او چین ترمنځ تجارتی تشنج او جنجال ددې دواړو قدرتونو ترمنځ ښايي له تجارت نه اخواهم ډیرې اغېز ې ولري.

یوشمیر تحلیل گران وايي چی د واشنگټن او چین ترمنځ تجارتی تشنج او جنجال ددې دواړو قدرتونو ترمنځ ښايي له تجارت نه اخواهم ډیرې اغېز ې ولري.

چین داخبره تصدیق کړله چې د چین د صدارت مرستیال لوهي به متحدو ایالاتو ته سفر وکړي چی ددې اونۍ په اخر کې به د سوداگرۍ دخبرو نوی پړاو پیل کاندی. دا خبروروسته له هغه نه خپریږی چی ولسمشر ټرمپ گواښ وکړ چی د چین پر هغو اموالو به تعرفی لوړې کړی چې ارځښت ېی په ملیاردو ډالرو ته رسیږي.

تیره اونۍ چې د امریکا اوچین تجارتی مرکچیانو په پیکنگ کې سره وکتل ، د چین چارواکی دوی لاتراوسه پورې هم دا پلان لری چی واشنگټن ته سفر وکړی چی د چارشنبی په ورځ هم خبرو ته دوام ورکړی؛ که څه هم ولسمشر ټرمپ گواښ کړی دی چی تفرفی لوړی کړي. جینگ شانگ د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند

د چین او امریکا داقتصادی اوتجارتی مذاکراتو په برخه کې موږ ټول پوهېږو چی د خبرو لس پړاونه تیرشول او مثبت پرمختگ پکې راغلی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د چین او امریکا تجارتي مذاکرات

د یکشنبی په ورځ ولسمشر ټرمپ ټویټ وکړ چی ترجمعی پورې به پر چینايي اموالو باندې له لس نه پنځه ویشت فیصدو پورې چی ارځښت ېې ٢٠٠ بلیلون ډالروته رسیږي وارداتي مالیه ولگوی.

واشنگټن همدا اوس هم د چین پر ٥٠ بلیون ډالرو اموالو چی امریکا ته ېې صادروی تر ٢٥ سلنه تعرفی لگولی دي. په مقابل کې پینکنگ دامریکا د یوسلو لس بلیون ډالرو په ارځښت اموالو جریمې لگولی دي

نړۍ وال تجارتی مارکیټونه له هغه وخت راهېسی مخ په زوال دي، کله چی ولسمشر ټرمپ گواښ وکړ چی د چین پرهغو اموالو چی امریکا ته ېې صادروی د گمرکی تعرفو کچه لوړه کړی.

که څه هم پیکنگ وايی چی دوی به تجارتي مذاکراتو ته چی ددې چارشنبی په ورځ په واشنگټن کې پیل کېږی دوام ورکړي.

داسی ښکاری چی د ټرمپ ټویټ په نړۍ والو مارکیټونو کی ناکراری او بې ثباتی منځته راوستی ده. دا اندېښنی هم شته چې د ولسمشر ټرمپ دغه راز گواښونه به مذاکرات له خطر سره مخامخ کړی.

دواړه هېوادونه د موافقې د کولو لپاره اقتصادی مکافات او انگیزې لري، څو دواړه هېوادونه د لاسلیک کولو د مراسمو لپاره په راتلونکیو میاشتو کې له یوبل سره کتلی شی.

که څه هم دواړه هېوادونه په دې ټینگار کوی چی له تجارتی مذاکراتو نه د نورو مسایلو په برخه کې دیوې وسیلی په توگه کار نه اخلی خو د ولسمشر ټرمپ دادارې لپاره ددی مسلې انگیزې له تجارتی گټو نه ډیرې ور اخوا دي.

د تیر ې یکشنبی په ورځ شمالی کوریا خپل لارښود کېم جانگ اون وښوده چی د بالستیک توغندیو ازموینه گوري. که څه هم دغه ازموینه د لنډ واټن ویشتونکیو توغندیو وه خو داکار د غیراټومی کیدلو له هغوی مذاکراتو نه دوه میاشتی وروسته کیږی چی په هانوی کې بې نیتیجی پایته ورسیدلې.

له بل پلوه ،واشنگټن پر شمالی کوریا د زیات نه زیات فشار کړنلاره باندې عمل کوی او په دې کې د سختو بندیزونو تعمیل په چین پورې هم اړه لري، ځکه د شمالی کوریا ډیر مهم متحد او تضمین کوونکی هېواد دی.