ترهگري په نړۍ واله کچه تربل هروخت زیاته شوېده

د نړۍ والې سولې رپوټ ٢٠١٦ م کال

د سولی او اقتصادي چارو انستیتیوت په تیر کال کې د تشدد د زیان او تاوان کچه، په گرده نړۍ کې څوارلس اعشاریه درې تریلیونه ډالر ښودلې ده.

هغه هېوادونه چی ترهگرۍ ځپلي دي، په هغو کې په ٢٠١٦ کې د ناوړه اغېزو کچه تربل هروخت نوره هم لوړه شوه.

په تیرو ٧ کلونو کې، د اول ځل لپاره امریکا هم د سولی د نړۍ وال رپوټ له مخې په سوله ئیزتوب کې له تنزیل سره مخامخ شوېده.

تیرکال د ډیرو مړیو، وحشیانه بریدونو، ناکراریو او د سیاسی انستیتیونو خلاف قهر په نړۍ واله کچه اقتصاد ته تاوان ورساوه. دغه زیان دامریکا په شمول په ټوله نړۍ کې څو تریلیونو ډالرو ته ورسېد.

Your browser doesn’t support HTML5

په ٢٠١٦ م کال کې ترهگري زیاته شویده

د نړۍ والې سولی رپوټ وايي د شخړو دوام د نړۍ د سولې شرایط د لسو کلونو راهیسی خراب کړي دي؛ که څه هم په ٢٠١٦ م کال کې یوڅه بهتري پکې راغلله.

د سولی او اقتصادي چارو د انستیتیوت په کلني رپوټ کې د شخړو او امنیت د کچې درجې اندازه کړیدي. میشل بریزلاور د سولی او اقتصادي چارو د انستیتیوت د امریکاگانو د برخی رئیسې له امریکا غږ سره په دې اړه د سکایپ له لارې وویل: که څه هم سوله په نړۍ واله کچه ښه کېږي؛ خوموږ پکې تنزیل لیدلی دی، مثلاد متحدو ایالتونو، منځني ختیځ او دشمالی افریقا په سیمو کې سوله مخ په خرابیدوده.

هغه وايي د ډیروسوله ئیزو او کمو سوله ئیزو هېوادنو ترمنځ دنابرابرۍ کچه مخ په زیاتیدو ده. ددې معنی داده چې په نړۍ واله کچه په سوله کې ستره خلا موجوده ده.

میشل بریزلاور وايي له ٢٠١٦ کال د جمهوری ریاست له انتخاباتو راهیسی په امریکا کې د پولیسو له خوانه د مړیو، قتلونو او ترهگرۍ د پېښو د زیاتوالی له مله سوله ئیزتوب ته ز یان رسیدلی دی.

میشل بریزلاور، د سولی او اقتصادي چارو د انستیتیوت د امریکاگانو رئیسه وايي: امریکا پخوا په یوولسم مقام کې وه، خو اوس په ١٦٣ هېوادونو کې ١١۴م مقام لري. دا څرگندوي چی داخلی شخړې په مخ په خرابیدو دي. په امریکايی ټولنه کې سیاسی تفرقه زیاته شویده؛ داعتراضي مظاهرو شمیر او "د تورپوستو ژوند اهمیت لري" په نامه خوځښت د پولیسو د تشدد په مقابل کې عکس العمل څرگندوي. په دې توگه سترې سیاسی تفرقې دامریکا لمبر ته د سوله ئیزتوب په درجه کې تاوان رسولی دی.

د نړۍ والې سولې رپوټ څرگندوي چي د نړۍ په ٢٣ هېوادونو کې دترهگرۍ کچه په تاریخي لحاظ مخ په زیاتیدو ده. که څه هم دترهگرۍ یوشمیر سترو بریدونو په فرانسه ، برسلز او لندن کې پراروپا ناوړه اغېزه وکړله، خو دا سیمه بیاهم د سولی شرایطو ته په کتو په خپل مقام کې پاتې ده.

سوریه په ټوله نړۍ کې، له تیرو پنځو کلونو راهیسې، د لږتر لږسوله ئېز هېواد درجه لري.