د وروستیو جګړو له امله د افغان ځواکونو تلفات ډیر شوي

Afghan security forces keep watch in front of their armoured vehicle in Kunduz city, Afghanistan, Oct. 4, 2016.

نړیوالې رسنۍ رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله ډیره شوې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپانې په خپل رپوټ کې د یو افغان چارواکي له قوله، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کړي، ویلي دي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ۴۵۰۰ کسان وو.

که دغه شمیرې ته وکتل شي نو په جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات د ورځې ۲۵ ته رسیږي.

دغه افغان چارواکي نیویارک ټایمز ته دا خبره هم کړې چې په تیرو شپږو میاشتو کې شاووخوا ۸۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبرې آژانس بیا د لښګرکاه نه په خپل رپوټ کې ویلي دي چې یوازې تیره اونۍ طالبانو ۱۰۰ پولیس او عسکر لښګرکاه ته نږدې وژلي دي.

رویټرز په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دغه پولیس او عسکر د چاه انجیر د سیمې نه د لښکرګاه په لوري عقب نشیني کوله چې طالبانو په کمین کې ووژل.

په وروستیو اونیو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د سختو جګړو رپوټونه ورکول شوي دي. په دغو ولایتونو کې هلمند، اروزګان، فراه او کندز شامل دي.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې د افغانستان د ځواکونو شمیر د میاشتې ۵۰۰۰ کمیږي خو د میاشتې یوازې ۳۰۰۰ نوې امنیتي کسان ګمارل کیږي.

رپوټ وايي په دغو ۵۰۰۰ کې د وژل شوي او ټپي شوي امنیتي ځواکونو علاوه، هغه عسکر هم شامل دي چې د وظیفې نه تښتي او یا هم ترخیص کیږي.

د رویټرز خبرې آژانس ویلي دي چې افغان چارواکي دقیق ارقام نه ورکوي خو دا خبره تاییدوي چې د افغان ځواکونو تلفات ډیر شوي دي.