استانبول کې يوه الوتکه د کښته کیدو پر وخت څو ټوټې شوې

د ترکیې د استانبول په هوایي ډگر کې یوه بوینگ ٧٣٧ ډوله الوتکه چې ١٨٣ کسان په کې سپاره وو د ښکته کیدو پر مهال له لیکې ښوویدلې او وروسته یې اور اخیستی.

په دغه پیښه کې درې تنه وژل شوي او هغه مسافر چې ژوندي پاته دي وایي الوتکه د ښکته کیدو پر وخت ډیره چټکه وه.

پدغه الوتکه کې ١٧٧ مسافر او ٦ تنه عمله سپاره وو چې درې تنه یې وژل شوي او ١٨٠ تنه ټپیان دي.

دغه بوینگ ۷۳۷ ډوله الوتکه د یو ارزن بیه هوایي شرکت "پیگاسوس" وه چې د چهارشنبې په شپه د استانبول په صبيحه گوکچن وایي ډگر کې ښکته شوه.

د رپوټونو له مخې د سخت باد او باران په وجه الوتکې د ښکته کیدو پر وخت ونشو کړای په سمه توګه په هوایي ډګر کې ښکته شي.

Your browser doesn’t support HTML5

په ترکیې کې د الوتکې غورځیدو پیښه

د ترکیې رسمي خبري اژانس انادولو ویلي چې دویم پیلوټ هالنډی دی او سخت ټپي شوی وو چې اوس مهال د استانبول په امریکایي روغتون کې بستر شوی. د الوتکې پیلوټ هم سر سري ټپي شوی دی.

اژانس ویلي چې د پیښې په هکله څارنوالانو د عیني شاهدانو او همداشان د دوو نورو الوتکو له پیلوټانو څخه پوښتنې کړې دي چې د خرابې هوا له کبله یې پدې هوایي ډگر کې له ښکته کیدو ډډه کړې وه.

د "پیگاسوس" هوایي شرکت رئیس د پنجشنبې په ورځ په استانبول کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د الوتکې تور بکس ترلاسه شوی دی. هغه ویلي چې ددې الوتکې د ټکر په اړه زیاتې پوښتنې موجودې دي چې ژر به معلومات د مقاماتو او ددې کمپنۍ له خوا د خلکو سره شریک شي.

د ٢٠١٨ کال په جنورۍ کې هم ددې هوایي شرکت یوه ٧٣٧ ډوله الوتکه د ترکیې په ترابزون هوایي ډگر کې له رن وې وتلې وه، خو هیڅوک په کې نه وو ټپي شوي.