کابل کې د پاسپورتونو ورکولو بهیر له سره پیل شو

د افغانستان پاسپورټ

طالب چارواکي وايي، د پاسپورتونو ورکولو بهیر یې د سې شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) پیل کړی دی.

د پاسپورت ریاست سرپرست عالم ګل حقاني په یو خبري کنفرانس کې وویل چې اوس مهال ۲۵زره پاسپورتونه ویشلو ته چمتو دي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د پاسپورتونو وېشلو لپاره د هغوی لخوا ټول چمتووالی نیول شوی او په وینا یې ممکن په راتلونکو ورځو کې به هره ورځ ۶۰۰۰ پاسپورتونه ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت مخکې دغه ریاست په ورځ کې شااوخوا ۳۰۰۰ پاسپورتونه وېشل. د پاسپورت ریاست د معلوماتو په اساس په یاد ریاست کې د پاسپورت یو میلیون کتابچې موجودې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست له ښځینه کار کوونکو څخه غوښتي چې خپلو دندو ته حاضرې شي.

د دغه وزارت ویاند سعید خوستي په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې اوس مهال دغه پاسپورتونه «د افغانستان اسلامي جمهوریت» په نوم ورکول کیږي.

د پاسپورت ریاست کارونه د تیري زمري میاشتې په ۲۴ نېټه په کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته بند شوي وو.

تیره ورځ د طالبانو حکومت د وزیرانو شورا د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت ته لار ښوونه وکړه چې د پاسپورتونو او تذکرو ورکولو بهیر له سره پیل کړي.

په همدې مهال یو شمېر کسان چې د پاسپورتونو اخیستلو لپاره د دغه ریاست دروازې ته راټول شوي وايي تر دا مهاله د طالبانو لخوا د پاسپورتونو ورکولو په برخه کې کوم اقدام نه دی شوی.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې ټول پاسپورتونه او تذکرې چې د مخکني حکومت لخوا وېشل شوي و د اعتبار وړ دي او په خبره یې ښايي په راتلونکي د افغانستان اسلامي امارت په نوم ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دامهاله افغانستان ته د نورو هیوادونو هوايي پروازونه په منظم ډول نه دي پيل شوي او د ګاونډیو او نورو هیوادونو د پروازونو د ټکټونو بیې هم لوړې شوي دي.

د کابل هوايي ډګر مسؤلینو د معلوماتو په اساس پاکستان او ایران کابل ته خپل پروازونه پيل کړي دي.