ولسمشر غني د امریکا د کانګرس رئیس پال‌راین سره وکتل

د امریکا د کانګرس رئیس پال‌راین د چهارشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام (تلې/میزان ۱۸) د امریکا متحده ایالتونو د ګانګرس له رئیس پال‌راین سره په ارګ کې وکتل.

له ارګ څخه په خپور شوي بیان کې راغلي "دواړو لورو د دوه اړخیزې همکارۍ پر پراختیا، تروریزم سره پر مبارزې، سیمه‎‎ییزو مسایلو، د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ستراتېژۍ پر مثبتو اغېزو، په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د چمتووالي او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې".

همداشان ښاغلي راین د افغانستان د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د قوماندان ډګر جنرال بسم الله وزیري سره په کابل کې کتلي دي.

ښاغلي راین نن د چارشنبې په ورځ د کابل د ریشخور په ګارنیزیون کې ځانګړو عملیاتو د کومانډو ځواکونو قوماندانۍ ته د خپل هیت سره یو ځای ورغلی و.

د امریکا د استازو د مجلس رئیس او ډګر جنرال بسم الله وزیري د افغانستان د بیلا بیلو امنیتي مسایلو او په ځانګړي ډول د پارلماني انتخاباتو د امنیت په اړه په تفصیل خبرې وکړلې.

جنرال بسم الله وزیري امریکایي هیت ته د ځانګړو کومانډو ځواکونو د عملیاتو، ښوونې او روزنې، تجهیزاتو او او فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل او پدې یې ټینګار وکړ چې د افغانستان د ځانګړو عملیاتو کومانډو ځواکونه د نړیوالو تروریستي ډلو په ماتولو کې مهم نقش ادا کړي.

د امریکا د استازو د مجلس رئیس پال راین د افغانستان او سیمې د ثبات او امنیت په برخې کې د افغان کومانډو ځواکونو د نقش او لاسته راوړنو ستاینه وکړله او ټینګار یې وکړ چې امریکا د پخوا په شان د افغانستان سره په مخلتفو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او په ځانګړي ډول د تروریزم په ماتولو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ولاړه ده.