د سولې له ممکنه تړون وروسته د طالبانو د ادغام پروګرام

د ډي ډي آر مسولین وايي ښايي د سولې د بریالي تړون وروسته ۶۰ زره طالبان له ټولنې سره مدغم شي

په افغانستان کې د بې وسلې کولو د پروګرام (ډي ډي آر) څېړونکی ډین پیډمانټ وايي چې که د سولې تړون کامیاب شي، ښايي ۶۰ زره طالب جنګیالي په ټولنه کې مدغم شي.

د سه شنبې په ورځ ( جولاۍ ۲۳) په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د افغان سولې او له مذاکراتو وروسته په ټولنه کې طالب جنګیالیو د مدغم کېدو او هغوی ته د ښه ژوند د امکاناتو په برابرلو بحث وشو.​

د ډي ډي آر څېړونکی ډین پیډمانټ وویل چې د ډي ډي آر په لومړي پروګرام کې امنیت کومه ستونزه نه وه او په دغه پروګرام کې ډېر مدغم شوي کسان فعال جنګیالي نه وو، خو طالبان فعال جنګیالي دي، چې باید دغې برخې ته هم د هغه په خبره پام وشي.

د نوموړي دا خبرې له طالبانو سره د متحدو ایالتونو د سولې تړون له بریالي کېدو وروسته حالاتو په اړه وې.

د جان هابکنز په پوهنتون کې استاد او د آسیا پرمختیايي بانک استازی روح الله عثماني بیا وايي چې د سولې ممکنه پروسې بریالي کیدو لپاره اقتصادي پروژې مهمې دي.

ښاغلی عثماني وايي "د سولې له پروسې څخه وروسته او له هغې مخکې کوم بحث چې ډیر مهم دی، د مهاجرینو راتګ او د ۴۰۰ زره ځوانانو لپاره د کار زمینې برابرول دي چې هر کال د کار مارکیت ته دننه کیږي، د کار د زمینې برابرول یو بحث دی چې د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري. "

د ښاغلي عثماني په وینا د آسیا پرمختیايي بانک په افغانستان کې په یو شمیر پروژو پانګونه کړې چې مهاجرو او هغه کسان چې د سولې له پروسې څخه وروسته خپلو کورنیو سره راستنیږي، انرژۍ، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونوته لاس رسی ولري.

ددغه غونډې برخه وال او څیړونکي په دې باور دي چې مذاکرات د افغانستان د جکړې د پای ته رسیدو یوازینۍ حل لار ده. دوی وايي چې سوله شونې ده، خو د یوې لیرې هیلې په توګه لیدل کیږي.

څیړونکي خبرداری ورکوي چې د بې وسلې کولو، ملکي کولو او په ټولنه کې بیرته یو ځای کولو ته دې د پالیسۍ په سترګه وکتل شي، نه د یوه پروګرام په توګه.

د سولې د مذاکراتو په بریالي کیدو سره پخوانیو جنګیالیو، دوه میلیون مهاجرو او دوه اعشاریه پنځو میلیون داخلي بې ځایه شویو لپاره د ژوند امکاناتو برابرولو ته د نړیوالې ټولنې مرستو اړتیا لیدل کیږي.