عمر داؤدزی: پاکستان په افغان سوله کې خپل اهداف لټوي

د سولې جرګې اکثره غړي د افغان حکومت او د طالبانو د استازو سره د پګواش د نړیوالې ټولنې په څو جوړو شوو غونډو کې برخه اخیستې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داؤدزی د سولې جرګې په نوم د یو مدني خوځښت د جوړیدو غونډې ته وویل، د پاکستان له لارې سولې ته رسیدل ممکن نه دي.

د سولې د جرګې په نوم یو نوي مدني خوځښت د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د پنج‌شنبې په ورځ په کابل کې په کار پیل وکړ.

په دغه جرګه کې د تیر افغان حکومت د یو شمیر وزیرانو او د ملي شورا د یو شمیر غړو د ګډون سربیره د افغاني ټولنې یو شمیر پیژندل شوي څیرې هم برخه لري، نن په کابل کې په خپله لومړۍ غونډه کې په افغانستان کې د روان کړکیچ د پای ته رسیدلو اود سولې د ټینګښت لپاره پر بین‌الافغاني خبرو ټینګار وکړ.

د دغې جرګې د غړو په باور د سولې د خبرو بهیر هغه مهال مثبتې نتیجې ورکولی شي، چې دواړه خواوې خپلې غوښتنې د مخامخ خبرو له لارې وړاندې کړي، نه دا چې بل دریمګړی هیواد یې استازیتوب وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د دغې جرګې غړي عمر داؤدزي په دې غونډه کې وویل، پاکستان په افغانستان کې د سولې په بدل له افغان حکومت څخه ځانګړې غوښتنې لري.

د ښاغلي داؤدزي په باور پاکستان به له افغانستان سره د سولې په خبرو کې تر هغې صادقانه همکاري ونکړي تر څو چې د افغان حکومت له خوا یې غوښتنې منل شوې نه وي.

عمر داؤدزي وویل "پاکستان وايي له هندوستان سره خپلې اړیکې تر هغې کچې راټیټې کړئ، چې موږ یې درته وایو او دویمه دا چې وايي د ډیورنډ کرښه د پولې په توګه ومنئ، زه فکر کوم چې نه اوسنی حکومت دا کار کولی شي، نه پخواني حکومت وکولی شول او نه هم راتلونکي حکومتونه."

هغه زیاته کړه، افغان حکومت په اوس وخت کې له پاکستان سره د سولې په خبرو کې داسې پړاو ته رسېدلی، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې ورسره مخ وو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې، چې د څلوراړخیزو مذاکراتو د پریکړې له مخې، پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر وړاندې له پوځي عملیاتو ډډه وکړه.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د افغانستان د غوښتونو لپاره په خپله خاوره کې کورنۍ جګړه نه پیلوي.

عمر داؤدزي وویل، اوس وسله‌وال طالبان په قطر کې ښکاره آدرس لري او اړتیا نشته چې افغان حکومت د طالبانو له مشرانو سره د سولې مخامخ خبرو لپاره د اسلام‌آباد لمن ټینګه کړي.

د طالبانو له خوا شین څراغ

که څه هم لا تراوسه د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د مشرتابه ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې نه دي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايی، چې د دغې ډلې یو شمیر غړو له افغان حکومت سره د روغې جوړې لیوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم د سولې د جرګې په غونډه کې وویل، چې وسله‌والې ډلې د سولې له خبرو پرته خپلو اهدافو ته رسیدلی نه شي.

مولوي سلیم وویل، له اسلامي حزب سره د سولې له مخامخ خبرو وروسته اوس د طالبانو تحریک هم خبرو ته لیوالتیا ښودلې ده.

که څه هم هغه په دې اړه زیات جزئیات ورنکړل خو وې ویل "د طالبانو د تحریک له خوا د ځینې شنو څراغونو په پام کې نیولو سره چې په دې وروستیو کې لیدل کیږي هیله مند یم، چې هغوی هم له دې کاروان سره یو ځای شي او دا لار، چې د بریالیتوب په وړاندې یې هیڅ خنډ نشته، بریا ته ورسیږي."

د سولې عالي شورا مرستیال په ډاډ سره وویل، چې دا مهال په ملي او نړیواله کچه له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې هیڅ ډول خنډ شتون لري او زیاته یې کړه، لکه څنګه چې له اسلامي حزب سره د سولې خبرې په بریالیتوب مخ په وړاندې ځي دغه راز به له طالبانو سره هم د بین‌الافغاني خبرو لارې د سولې خبرې بریا ته ورسیږي.