ارګ: د مرکچي پلاوي د نومونو خپور شوی لیست سم نه دی

د جمهور رئیس غني د ستراتیژیکو اړیکوسلاکار وحید عمر د طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي د نومونو خپور شوی لیست ناسم بللی او ویلي دي، چې افغان حکومت یو لیست ترتیب کړی، چې د خبرو د نیټې او ځای د اعلان وروسته به خپور شي.

وحید عمر د دوشنبې په ورځ ( کب ۲۶مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د سیاسي مشرانو او د ټولنې د ټولو اقشارو سره د مشورو په ترڅ کې د یو ټولشموله پلاوي ټاکل د افغان حکومت مسولیت دی.

ښاغلي عمر وویل " په ټولنیزو رسنیو کې مې، چې کوم لیست ولید زه یې نشم تائیدولی ... پلاوی ټاکل شوی، هرکله، چې د خبرو نیټه او ځای وټاکل شي او دا وګڼل شي، چې پلاوی خبرو ته حاضر شي، هغه مهال به مونږ د پلاوي غړي اعلان کړو".

تیره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د افغان حکومت د یو ۱۵ کسیز مرکچي پلاوي لیست خپور شوی وو.

په دغه لیست کې د افغان حکومت، د یو شمیر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د استازو نومونه شامل وو.

د افغان حکومت دغه چارواکي په داسې حال کې د مرکچي پلاوي دا لیست رد کړی، چې د یکشنبې په ورځ ( کب ۲۵مه) د افغان حکومت بهر یو شمیر سیاسي مشرانو، چې عبدالله عبدالله او پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی هم په کې شامل وو، د سولې د عالي شورا د رئیس محمد کریم خلیلي په کور کې په یوه غونډه کې د طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت او د ټولو سیاسي جریانونو د استازو په ګډون د یو ګډ پلاوي په جوړولو موافقه کړې وه.

په هغه اعلامیه کې، چې د دې غونډې وروسته د محمد کریم خلیلي د فیسبوک پر پاڼه خپره شوې ویل شوي" په یو اړخیز ډول د پلاوي ټاکل نه یوازې دا چې د سولې پرمختګ او د ملي پخلاینې د خبرو سره مرسته نشي کولی، بلکې دا پروسه به د نوو ګواښونو سره مخ کړي".

په دې غونډه کې سیاسي ګوندونو مشرانو یو پلاوي ته وظیفه ورکړه، چې د یو ټولشموله پلاوي د جوړولو لپاره کار وکړي.

د دې غونډې برخه والو خبریالانو ته ویلي، چې سیاسي مشران د مصالحې د شورا په جوړولو هم موافقې ته رسیدلي دي.

خو د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر د دغسې شورا د جوړیدو څخه بې خبرې ښودلې ده.

ښاغلي عمر ویلي، چې د نوي حکومت د جوړیدو وروسته یو شمیر سیاسي مشران پرته له شک څخه، چې اعتراض او نیوکې لري. هغه له دغو سیاسي مشرانو وغوښتل، چې ستونزې دې د خبر و له لارې حل کړي.