پاکستان غواړي چې طالبان یې په افغانستان کې ګټي وساتي

د افغانستان او پاکستان د چارو مبصره شمیله چوهدري وایي د پاکستان د امنیتي ادارو مشران د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو په وتلو خوښ دي.

میرمن چوهدري د نیو امریکا په څیړنیز مرکز کې په یو بحث کې وویل چې "د پاکستان امنیتي ادارو د افغانستان لپاره خپله تګلاره نده بدله کړې. "

میرمن چوهدري چي په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د ملي امنیت په شورا کې د افغانستان او پاکستان د چارو مشره وه، په غونډه کې وویل چې پاکستان "لا هم په سیمه کې د ګوډاګیانو پالیسي نده بدله کړې." او زیاته یي کړه چې پاکستان غواړي طالبان د افغانستان په راتلونکي حکومت د هغوي ګټي خوندي کړي.

شمیله چوهدري وایي پاکستان نه غواړي چې د هرې خوا نه د هند په محاصره کې وي او په همدې خاطر "پاکستان په افغانستان کې داسې یو حکومت غواړي چې د هند په پرتله د پاکستان ګټې پورته وګڼي."

پداسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کوښښ کوي طالبان د افغانستان د حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي او بالاخره طالبان د افغانستان د سیاسي جریان یوه برخه شي خو شمیله چوهدري وایي که طالبان د افغانستان په حکومت کې ورګډ شول، د امریکا لپاره به په سیمه کې وضعیت پیچلی کړی.

د میرمن چوهدري په قول که د سولې د خبرو نتیجه دا شي چې لږ شمیر امریکایي عسکر په افغانستان کې د تروریزم ضد مبارزې لپاره پاتې شي، د کامیابې مبارزې لپاره باید چې د افغانستان حکومت د امریکایي ځواکونو سره همکاري وکړي او طالبان ښایي دا کار ونکړي.

دویمه دا چې د امریکا کانګریس به څنګه یو داسې حکومت ته مالي مرستې ورکړي چې په جوړښت کې یې "دښمن" برخه ولري. شمیله چوهدري وایي د پاکستاني طالبانو په خلاف د امریکایي ځواکونو مبارزه به هم ستونزمنه شي ځکه چې طالبان د دې ډلې سره خواخوږي لري او ښایي د امریکایي ځواکونو لپاره به خنډونه پیدا کړي.

د غونډې بل ګډونوال د امریکا د پوځ پخوانی پوځي ایاني کاسکیناس و چې د تیرو دولسو کالونو راپدیخوا د افغانستان په هکله څیړنې کوي او د دکتورا موضوع یې هم د افغانستان کورنۍ جګړه ده. ښاغلي کاسکیناس د طالبانو سره د سولې په خبرو چنداني باوري ندی. هغه وایي "داسې ډلې سره د سولې خبرې کول چې لا هم افغانان وژني، ملنډې وهل دي."

دغه پخوانی پوځي وایي چې د سولې په خبرو کې باید بیړه ونشي. د جنوبي آسیا لپاره د امریکا په تګلارې کې پدې ټینګار شوی و چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د شمیر کمیدل یا وتل به شرایطو ته په کتو سره وي، خو ښاغلي کاسکیناس وایي چې د سولې په اوسنیو خبرو کې د "شرایطو" ټکی له پامه غورځول شوی.

کاسکیناس وایي د سولې په خبرو د امریکا لخوا طالبانو ته دا شرط کیښودل چې القاعده او نورو تروریستي ډلو ته به ځای نه ورکوي، "د ملنډو وړ خبره ده" ځکه چې د هغه په قول دا شرط باید د افغانستان حکومت ته کیښودل شي.

ایاني کاسکیناس زیاته کړه چې د سولې په اوسنیو خبرو کې طالبانو ته دا فرصت ورکړل شوی چې هغوي ځانونه د افغانستان راتلونکی حکومت وګڼي او تر څنګ یې دا هم وویل چې د سولې او یا موقتي حکومت لپاره د جمهوري ریاست د انتخاباتو ځنډول "غیرې منطقي" کار دی چي باید ونشي.

دغه پخوانی امریکایي پوځي پدې باور دی چې د انتخاباتو د ځنډیو پر ځای دې په انتخاباتو کې په اصلاحاتو کار وشي، د افغانستان حکومت دې قوي کړی شي او د افغانستان د سولې لپاره دې حل په "دوحه کې نه بلکې په کابل کې ولټول شي."

ښاغلي کاسکیناس په پای کې وویل چې د سولې په هر ډول خبرو کې باید د افغانستان حکومت او امریکا برلاسي وي. او که امریکا د طالبانو سره د عسکرو په ایستلو موافقه وکړه، دا کار طالبانو ته دا ذهنیت ورکوي چې یو بل ستر قدرت په افغانستان کې ماتې وخوړله او په راتلونکي حکومت کې به د زیات امتیاز غوښتنه وکړي.

دغه امریکایي پوځي د طالبانو سره د ګډ حکومت طرفداره هم ندی او وایي چې ګډ حکومت په افغانستان کې ناکامه تجربه ده.