صدیقي: د طالبانو د شمیر اتیا زره ښودل مبالغه ده

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ (جنورۍ ۲۹) امریکا غږ ته وویل د طالبانو شمیر د شپیتو او اتیا زره ترمنځ ښودل مبالغه ده.

پرون (جنورۍ ۲۸) د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار مشر جان ساپکو د ګانګرس غړو ته وویل چې د طالبانو او د هغوی د کورنیو د غړو شمیر شاوخوا شپیته یا اتیا زره کسانو ته رسیږي.

صدیق صدیقي وايي د طالبانو دقیق شمیر معلوم نه دی.

ښاغلي صدیقي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه وویل چې پکې تازه کوم پرمختګ نه دی شوی، او افغان حکومت له خلیلزاد سره په تماس کې دی.

هغه دا هم وویل چې افغان حکومت غواړي چې طالبان اوربند ومني.

د سولې مذاکرات

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالب استازو ترمنځ په قطر کې مذاکرات وروستي پړاو ته نږدې شوې دي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو د تعریف او اوربند پر سر لا هم اختلافات موجود دي.

د افغانستان د چارو یو څیړونکی جاني والش وايي چې په اوس وخت کې طالبان چمتو نه دي چې سراسري اوربند ته غاړه کیږدي، خو کیدای شي دا کار د سولې په خبرو کې وکړي.

یو شمیر نور څیړونکي وايي چې د سولې د مذاکراتو غځیدل ددې لامل شوی چې زلمی خلیلزاد او طالبان په بیلابیل ډول اوربند او تاوتریخوالي پر کمیدو خبرې وکړي.

ښاغلی والش وايي: "زه فکر نه کوم چې سفیر خلیلزاد د تعجب وړ نوي شیان د مذاکراتو میز ته راوړي وي، د سولې د مذاکراتو پیلیدو څخه مخکې ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی وو چې باید په تاوتریخوالي کې کمی راشي، ولسمشر غني هم ورته شی غواړي، دا شی هیڅ خوا لپاره د تعجب وړ نه ده، زه فکر نه کوم چې د تعجب وړ وي، دا د امریکايي لوري اصلي موقف دی. "

خو په واشنګټن کې یو شمیر کارپوهان وايي چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی او تر بل هر وخت د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکراتو پییلیدو ته نږدې شوې دي.

د امریکا د سولې په انستیتوت کې د افغانستان د څانګې مشر سکاټ وارډن وايي: "زه خوشبین یم چې د خبرو بهیر د افغانانو، طالبانو، افغان حکومت او نورو سیاسي ډلو او مدني ټولنې ترمنځ ډیر ژر پیل شي، په یقین سره چې دا د سولې د بهیر پیل دی نه پای او دا خبرې به د زیات وخت لپاره دوام وکړي. "

Your browser doesn’t support HTML5

کارپوهان وايي چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له تازه مذاکراتو څخه وروسته خلیلزاد بروکسل ته تللی ترڅو د وروستیو انکشافاتو په هکله د ناټو سازمان چارواکو ته معلومات ورکړي.