محب: له طالبانو سره سوله د ترهګرۍ د ختمېدو په مانا نه ده

ښاغلی محب د ملګرو ملتونو په غونډه کې خبرې کوي

د افغانستان د ملي امنیت مشاور وايي باید طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

ښاغلي محب دا خبره د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۱) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په یوې غونډې کې وکړي. د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو هم د افغانستان په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې کړي.

ښاغلي محب په خپلو خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

هغه وویل چې "سوله یو ضرورت دی خو نه په هر قیمت". ښاغلي محب ټېنګار وکړ چې په سوله کې باید اساسي قانون او د "دیموکراتیک دولت او منتخب حکومت درناوی" وشي. نوموړي ټېنګار وکړ چې په دغه بهیر کې باید ټول اړخونه ګډ وي نه دا چې د یو څو نخبګانو ترمنځ وشي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشاور له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. خو زیاته یې کړه چې له طالبانو سره "سوله په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمېدو" په مانا نه ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي د سولې په مذاکراتو کې د ټولو اړخونو په ګډون ټېنګار وکړ او وویل چې دا کار د سولې د پروسې د بریاليتوب لپاره مهم دي.

هغه وویل چې په تېرو دریو میاشتو کې په افغانستان د سولې او انتخاباتو اړوندو مسایلو ته ډېر پام اوښتی.

هغه وویل چې د افغانستان د جنګ د ختمولو لپاره روانو هلو ځلو کې څه ناڅه پرمختګ هم شوی دی. هغه وايي چې د سیمې ځينو هېوادونو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو ننګه کړې ده.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې همدا اوس د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې د سولې خبرې روانې دي. ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې په دغو خبرو کې یو لړ پرمختګونه هم شوي دي.