د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د دوحه پنځم دور مذاکرات پر یوې مسودې باندې په توافق ختم شول.
ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي دي "هر کله چېد ځواکونو د وتلو مهالوېش او د ترهګرۍ د مخنیوي پر اغیزناکو اقداماتو موافقه وشوه، بیا به د افغان حکومت په ګډون طالبان او نور افغانان د سیاسي تفاهم او هر اړخیز اوربند په اړه بین-الافغاني مذاکرات کوي."
ښاغلي خلیلزاد همدغه راز لیکلي دي "سوله د څلورو مسایلو په اړه توافق ته اړتیا لري. د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه ډاډ، د ځواکونو وتل، بین الافغاني-مذاکرات او هر اړخیز اوربند".
(3/4) When the agreement in draft about a withdrawal timeline and effective counterterrorism measures is finalized, the Taliban and other #Afghans, including the government, will begin intra-Afghan negotiations on a political settlement and comprehensive ceasefire.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) March 12, 2019
افغان حکومت د سولې په خبرو کې د امریګا د پرمختګ هرکلی کړی دی.
د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري په خپل ټویټر کې لیکلي دي هیله لري چې د یو اوږد مهال او هر اړخیز اوربند شاهدان واوسي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم مخامخ خبرې پیل شي.
د افغان سولې پروسې په اړه د امريکا متحده آيالتونو له هڅو مننه کوو. هيله لرو چې نږدې راتلونکي کې د دوامداره اوربند او افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ مذاکراتو زمينه مساعده شي.
— Haroon Chakhansuri (@hchakhansuri) March 12, 2019
په همدې حال کې طالبانو ویلي دي چې له امریکايي پلاوي سره په خبرو په دوو موضوعګانو پر مختګونه شوي دي.
د طالبانو یوه اعلامیه وايي "هغه دوه موضوعات له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغان خاورې نه کارول و، داچې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه څنګه او په څومره وخت کې وځي او د وتلو ترتیب به یې څنګه وي؟ همدارنګه له اینده افغانستان څخه به امریکایان او ملګري یې څه ډول مطمئن کیږي؟ په دېدواړو برخو کې کافي پرمختګ وشو."
دوړو خواو ویلي دي چې په دې اړه د سلا مشورو لپاره وخت ته اړتیا لري. ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې تر هغه چې په دې ټولو مسایلو موافقه نه وي شوې، نهايي پرېکړه نه کیږي. ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې د نورو خبرو او مشورو لپاره واشنګټن ته ځي او ډېر ژر له طالبانو سره بیا خبري پیلوي.