د بخښني سازمان د پښتون غورځنګ د مشرانو د خوندیتوب غوښتنه کړی

د پښتون د تحفظ غورځنگ مشر منظور پښتین

پر منظور پښتین، حاجي هدایت الله، علي وزیر، خان زمان کاکړ او نواب ایاز خان په بلوچستان کې د پاکستان پوځ ته د سپکاوي شکایتونه ثبت شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د پښتنو د تحفظ د مشرانو پر ضد جرمي دعواوې سمدستي لغو کړي.

د دغه سازمان په وینا د پښتنو دغه غورځنگ چې د مساوات عدالت غوښتنې لپاره یې په پاکستان کې په مدني هلوځلو لاس پوری کړی، له کلکو ګواښونو سره مخامخ شوی دی.

پاکستاني پولیسو د مارچ په ١٣ په ږوب او قلعه سیف الله کې د منظور پښتین، حاجي هدایت الله، علي وزیر، خان زمان کاکړ او نواب ایاز خان په خلاف شکایتونه ثبت کړي. د پښتنو د تحفظ غورځنګ دغه مشران د خلکو د پارولو او پوځ ته په سپکاوي تورن شوي دي. که پر دوې دغه تور ثابت شي، ښايي تر پنځو کلونو پورې په بند محکومه شي.

د بخښنې نړیوال سازمان اندیښنه څرګنده کړې ده چې د پښتنو د تحفظ غورځنګ مشران د زوړاستعماري جرمي قانون په بنسټ تورن شوي. دغه قانون لمړی په ۱۹۲۰ میلادي کال کې د برتانوي واکمنو لخوا په قبایلي سیمو کې نافذه شو.

د بخښنې نړیوال سازمان په پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د پښتنو د تحفظ غورځنگ د مشر منظور پشتین او نورو مشرانو پر ضد جرمي دعواوی سمدستي لغو کړي؛ د پښتون تحفظ د غورځنگ د بیان د ازادۍ او د سوله ییزو غونډو حق ته درناوی وکړي؛ او د بشري حقونو د مدافعینو د ساتنې او پیژندنې لپاره باید یو قانون جوړ او پلی کړي.