د امریکا سفارت به په ٢٠١٩ م کې بیت المقدس ته انتقال شي

د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهوسره په بیت المقدس کې، د جنوري ٢٢- مه ٢٠١٨ م کال.

د متحدو ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس نن ددوشنبی په ورځ داسرائیل پارلمان ته وویل چې دامریکا سفارت به د ٢٠١٩ کال تر پای پورې بیت المقدس ته انتقال شي.

د متحدو ایالاتو د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس نن ددوشنبی په ورځ داسرائیل پارلمان ته وویل چې دامریکا سفارت به د ٢٠١٩ کال تر پای پورې بیت المقدس ته انتقال شي. دا کار به له ټاکلي مهال ویش نه مخکې وي.

دهغه په دې ژمنه د اسرائیل په پارلمان کې دهغه ډیر تود هر کلی وشو. ښاغلي پنس وویل دی به د سولې د هڅو د پرمختگ په تړاو چې د څو اونیو نارامیو له گډوډیوسره مخامخ کړیدي، په بیړه گامونه پورته کړي.

ښاغلي پنس په خپلو خبرو کې د اسرائیل پارلمان ته وویل چې متحدو ایالاتو د خیال پرځای حقیقیت غوره کړی دی؛ او حقیقت د عادلانه او دوامدارې سولې لپاره ریښتونی بنسټ دی.

د متحدو ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال مایک پنس په اسرائیل کې خپل دوه ورځنی سفر پیل کړ.

Your browser doesn’t support HTML5

مایک پنس – نتانیاهو - بیت المقدس

هغه نن ددوشنبی په ورځ سهار له صدراعظم نتانیا هو سره ملاقات وکړ او وې ویل دی په دی ویاړي چې داسرائیل په پایتخت بیت المقدس کې دی. ښاغلي نتانیاهو د مایک پنس تود هرکلی وکړ او هغه ېې اسرائیل ستردوست وباله.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وویل:.. دالومړی ځل دی چی زه دلته ولاړیم اودواړه مشران دادرې لفظونه ویلی شو. داسرائیل پایتخت بیت المقدس.

زه له تاسو او ولسمشر ډانلډ ټرمپ نه ستاسې د تاریخی اعلامیې له امله مننه کومچې بیت المقدس مو داسرائیل پایتخت اعلان کړ."

د متحدو ایالاتو دولمسشر مرستیال مایک پنس له نتانیاهو نه دهغه تود هرکلی او میلمه پالنی له ا مله مننه وکړله.

دمتحدو ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال مایک پنس وویل:..دازمالپاره د ویاړ ځای دی چې دو لمسشر ټرمپ په استازیتوب دلته داسراېیل په پایتخت بیت المقدس کې یم. د ولسمشر ټرمپ د تاریخي پریکړې نه وروسته دا زما لپاره غټ امتیازدی چې دلته یم او له تاسی سره د مشترکو مسایلو په اړه خبری وکړم.

ښاغلی نتانیاهو د اسرائیل اوامریکا د اړیکو ستاینه وکړله او وې ویل چې هېڅکله دومره قوي نه وې لکه اوس چې دي.

ښاغلی پنس د یکشنبی په ورځ په اردن کې و. داردن باچا عبدالله د واشنگټن پر هغه فیصله پرون اندېښنه څرگنده کړله چې وايي بیت المقدس دې داسرائیل پایتخت وي.

د اردن باچا عبدالله او ملکه رانیه (ښی اړخ) له ښاغلي پنس او دهغه له میرمن کارین پنس سره په عمان کې په شاهي ماڼۍ کې په ٢٠١٨ م کال کې د جنوري په ٢١- مه ملاقات وکړ.

ښاغلی پنس په اردن کې وویل: ولسمشر ټرمپ یوه تاریخی پریکړه وکړله چې بیت المقدس داسرائیل دپایتخت په توگه وپېژانده. خو هغه په دغه فیصله کې داخبره هم څرگنده وکړله چې موږ د اردن نقش ته چې د مقدسو مقاماتو ساتونکی وي احترام لرو.

د اردن باچاعبدلله وویل چی پکارده ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو آینده پایتخت وگڼل شي.

د اردن باچاعبدلله وویل:.. زموږ لپاره، د مسلمانانو او عیسویانو لپاره بیت المقدس ډیراهمیت لري؛ لکه څنگه ېې چې د یهودانو لپاره لري.

د سولی لپاره په سیمه کې د کلي حیثیت لری او ددی لپاره چی مسلمانان په دې وتوانیږي چې په موثره توگه له افراْطیت سره مقابله وکړي هم د کلي حیثیت لری. نو زه فکر کوم چی دا ډیره مهمه مسله ده."

تقریبا لس دولس تنه فلسطینی مظآهره چیان د بیت الحمدمیلاد مسیح په چوک کې پرون د یکشنبی په ورځ راټول شوي وو، هغوی داشعارونه ورکول چې پنس دې کورته ولاړشي.

د فلسطین مشرانو له دې ا مله چې ولسمشر ټرمپ بیت المقدس داسرائیل پاېتخت گڼلی دی، له ښاغلي پنس سره د ملاقات مقاطعه کړېده.

داسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو دغه پلان شوې مقاطعه ناوړه عمل بللی دی.