پنس: د اسرائیل او فلسطین د دوو هېوادونو د طرحې ملاتړ کوو

ښاغلي پنس له عبدالفتاح السیسي سره په قاهره کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې دروان کال د جنوري په ٢٠- مه ملاقات وکړ.

دمتحدو ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال مایک پنس د مصر له ولسمشر سره د ترهگرۍ خلاف جگړه کې د ټینگ ملاتړ ژمنه وکړله. د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو ښاغلی پنس داسرائیل ستر او ریښتونی ملگر ی وباله.

د متحدو ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال مایک پنس نن د شنبی په ورځ د اردن پایتخت عمان ته ورسید. ښاغلی پنس او میرمن ېې کارین دواړه به نن د اردن له باچا عبدالله او ملکې رانيا العبدالله سره غرمنۍ وخوري.

خو په عمان کې د امریکا له سفارت نه بهر مظاهره چیان راټول شوي دي او د امریکا د جمهوری ریاست د مرستیال له سفر سره مخالفت څرگند وي.

Your browser doesn’t support HTML5

منځني ختځ ته د مایک پنس سفر

مظاهره کوونکې وایي د امریکا لخوا بیت المقدس د اسرائیل د پلازمینی په توگه د غندنې په خاطر راټول شوي دي.

اصیل صالح یوه مظاهره کوونکې وايي:.. موږ د مایک پنس پرسفر داعتراض لپاره راټول شوي یو. په دې سیمه کې دامریکا د ولسمشر پرهغه فیصله چې بیت المقدس ېې د اسرائیل یا صیهیونیستانو د پایتخت په توگه پېژندلی دی اعتراضونه او مظاهرې کوو."

واشنگټن اردن داسلامي ترهگری خلاف مبارزه کې خپل مهم متحد گڼي. دغه هېواد دامریکا په مشرتابه د نړۍ والو نظامی هڅو په برخه کې مهمه ونډه لرله چې داسلامي دولت ډله ېې په سوریه او عراق کې ماته کړله.

خو اردن ته تر تگ وړاندې ښاغلي پنس د مصر جمهوررئیس عبدالفتاح ا لسیسی ته وویل چې امریکا لاتراوسه پورې هم د اسرائیل او فلسطین د مسلی د حل لپاره د دوو دولتونو د طرحې ملاتړ کوي.

دمتحدو ایالاتو د جمهوری ریاست مرستیال مایک پنس وویل:..که چیرې دواړه خواوې موافقه وکړي نو ما ولسمشر السیسی ته داخبره یاده کړله چې ولسمشر ټرمپ وویل موږ به د دوو دولتونو د حل لارې ملاتړ وکړو. زما تصور دادی چې هغه په دې پیغام تشویق شو.

د ښاغلي پنس سفر مصرته له هغه وخت راهیسې چی ډانلډ ټرمپ ولسمشر شوی دی او بیت المقدس ېې داسرائیل د پلازمېنی په توگه په رسمیت پېژندلی دی، په ډیره لوړه کچه سفر گڼل کېږي. ښاغلي ټرمپ د تیرکال په ډېسیمبر کې داسرائیل پایتخت په توگه د بیت المقدس په رسمیت پیژندنه اعلان کړه.

مایک پنس درې هېوادونو ته سفر کوي او دسفر وروستی تم ځای ېې اسرائیل دی. د اسرائیل صدراعظم نتانیاهو ښاغلی پنس داسرائیل ستر او ریښتونی ملگر وباله.

ښاغلي نتانیاهو وویل:.. نن ماښام به داسرائیل یوریښتونی او سترملگری دامریکا د جمهوري ریاست مرستیال مایک پنس راورسیږي....موږ به ورسره د ولسمشر ټرمپ په هغو هڅو خبرې وکړو چې غواړي دایران د تیري او اټو مي پروگرام مخه ونیسي. او په سیمه کې سوله اوامنیت پر مخ بوزي.

د فلسطین دادارې مشر محمود عباس د ولسمشر ټرمپ دغه فیصله چی بیت المقدس ېې د اسرائیل دپاېتخت په توگه په رسمیت وپېژانده غندلې ده. له همدې امله فلسطینیانو د امریکا دمنځگړتوب مسله د اسرائیل او فلس‍طین ترمنځ د سولی په ر اوستلو کې رد کړیده.

ددې تمه نشته چې مایک پنس به په دې سفر کې دفلسطینیانو له مشرانو سره وگوري.