منځني ختیځ کې د پراخې جګړې اندېښنه؛ امریکا سیمې ته اضافي ځواکونه استوي

د پنټاګان ویاند، تورنجرال په خبري کنفرانس کې ونه ویل چې دا ځواکونه به څه وخت منځني ختیځ ته واستول شي.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت دوشنبه سپټمبر ۲۳ ( تلې دویمه) اعلان وکړ چې منځني ختیځ ته یو شمیر اضافي امریکایي ځواکونه استوي خو د استولو د علت په اړه یې معلومات ورنکړل.

د پنټاګان ویاند، تورنجنرال پاټ رایډر په خبري کنفرانس کې دا اعلان وکړ خو جزیات یې ورنکړل.

دا امریکایي ځواکونه داسې مهال منځني ختیځ ته استول کیږي چې په لبنان کې د حزب الله وسله والو او اسرائیلي ځواکونو تر منځ د شخړې لمن پراخه شوې او په سیمې کې د پراخې شخړې پیل کیدو په هکله اندیښنې ډیرې شویدي.

سره لدې چې جنرال رایډر په خبري کنفرانس کې په ډاګه نکړله چې دا امریکایي ځواکونه ولې، څه وخت او څومره منځني ختیځ ته ځي خو د متحده ایالاتو یو جګپوړي حکومتي چارواکي امریکا غږ ته وویل چې ښایي د دې ځواکونو شمیر لسګونه وي.

دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دا هم ویلي چې د دې ځواکونو اصلي ماموریت به د پراخې سیمه ایزې جګړې پیل کیدو په صورت کې له سیمې څخه د امریکایي اتباعو په ایستلو کې مرسته کول وي.

یو بل امریکایي چارواکي بیا ویلي چې په اوس وخت کې په منځني ختیځ کې وضعیت دومره خراب ندی چې د امریکایي اتباعو په ایستلو کې د نظامیانو مرستې څخه کار واخیستل شي.

که څه هم چې متحده ایالات په سیمې کې سمندري او نور ځواکونه لري خو د پنټاګان ویاند د دوشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې د امریکا غږ یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې وزارت دا پریکړه پدې خاطر کړې چې د مرستې غوښتنې په صورت کې امریکایي ځواکونه د هر ډول احتمالي وضعیت لپاره تیاری ولري.

هغه زیاته کړه، " مونږ د اپریل میاشتې ۱۴ مې نیټې په پرتله چې ایران په اسرائیل د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه وکړل، اوس په سیمې کې ډیرې وړتیاوو لرو".

امریکا وار د مخه په سیمې کې د جګړې پراخیدو په هکله اندیښنه څرګنده کړې خو تر څنګ یې د مخنیوي لپاره هلې ځلې هم کوي.

جمهور رئیس جو بایډن تیره ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې ومنله چې په منځني ختیځ کې د سیمه ایزو شخړو ډیروالي په هکله اندیښنه لري خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د متحده ایالاتو حکومت به د جګړې پرخوالي مخنیوي لپاره "هر څه مو چې په وس کې وي، وبه یې وکړو".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په لبنان کې د امریکایي اتباعو څخه غوښتي چې هر څومره ژر امکان لري، لدې هیواد څخه دې ووځي.

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پیل کیدو راهیسې حزب الله او اسرائیل په سرحدي سیمو کې تقریباً هره ورځ په یو بل ډزې کړي خو په لبنان کې د حزب الله یو جګپوړي قوماندان فواد شُکر وژل کیدو او همدا تیره اوونۍ په بیروت کې د مخابرو او نورو وسایلو تر چاودنو وروسته، داسې اندیښنې پیدا شوې چې د حزب الله او اسرائیل تر منځ به مخامخ جګړه هم پیل شي.

پدې چاودنو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه ووژل شول او زرګونه نور ژوبل شول. د حزب الله ډلې ملامتي په اسرائیل اچولې خو اسرائیلي چارواکو په ځانګړې توګه پدې چاودنو تبصره نده کړه او یوازې دا یې ویلي چې د جګړې نوې جبهه یې پیل کړې.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتناهو ویلي چې پدې تیرو څو ورځو کې یې د حزب الله ډلې ته "داسې ګوازرونه ورکړي چې هغوي یې تصور هم نشي کولی" او پرته لدې چې نور جزیات ورکړي ویلي چې دا بریدونه د حزب الله ډلې ته یو پیغام و.