امریکا سږ کال تایوان کې خپل پرسونل کابو دوه برابره کړی

Asia Tensions

د امریکا متحده ایالتونو د یو کال په موده کې په تایوان کې خپل غیر رسمي نظامي حضور دوه برابره زیات کړی دی.

د پنټاګون د دفاعي انساني ځواک د څانګې د معلوماتو له مخې، امریکا اوسمهال په تایوان کې ۳۲ سمندري ځواکونه، دوه پوځیان، او پنځه د هوایي پوځ غړي لري.

متحده ایالتونو دا نده روښانه کړې چې ځواکونه یې په تایوان کې د څه لپاره ځای پرځای شوي خو یو شمیر کارپوهان وایي د امریکا دا اقدام چین ته یو قوي پیغام رسوي.

یو شمیر متخصصین وایي، په تایوان کې د امریکا د حضور وروستی زیاتوالی، چین ته یو خبرداری دی چې د تایوان راتلونکی یو لومړیتوب دی.

متحده ایالتونو د ۲۰۲۰ کال د ډسبمر له ۳۱ څخه بیا د ۲۰۲۱ کال د سټپمبر تر ۳۰ پورې له شلو څخه ۳۹ دیرشو ته لوړ کړی دی.

خو دا تر اوسه معلومه نده چې د پوځیانو په دې ډله کې د امریکا د خاصو عملیاتونو ځواکونه او سمندري پوځیان شامل دي کوم چې د سیمه ایزو پوځیانو د روزنې لپاره تایوان کې دي او یا هم د پلان جوړونې او یا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عملیاتونو پوځیان دي.

د امریکا دفاع وزارت په تایوان کې د پوځیانو د حضور په اړه څه ویلي ندي خو د امریکا پوځ د تیر کال په وروستیو کې له تایواني پوځیانو سره د امریکا د خاصو ځواکونو کم ساري عکسونه خپاره کړل.

د پنټاګون د یوه نوې راپور له مخې، چین د پوځ د پرمختللي کولو په یوه ستر کمپاین بوخت دی چې ټاکل شویده تر ۲۰۳۵ کاله پورې بشپړ شي. خو راپور وایي ښایي چې یاد هیواد د تایوان په وړاندې د ۲۰۲۷ کال تر لومړيو پورې د نظامي عملیاتو وړتیا ترلاسه کړي.

په داسې حال کې چې د تایوان په ټاپو کې تاوتریخوالي تیر کال زیات شوي، د امریکا جمهور رئیس جوبایډن اعلان کړی، که پر تایوان برید وشي، واشنګټن به یې ملاتړ وکړي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابه هم روانه اوونۍ وویل که چین پر تایوان برید وکړي امریکا او جاپان به کرار پاتې نشي.

په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ روابط د مختلفو مسایلو له امله مخ په خرابیدو دي.

د دوه اړخیز تجارت په اړه جنجال، د اقلیتونو د حقونو نقض په ځانګړي ډول د چین په سینکیانک کې د ایغور پر مسلمانانو د چین فشارونه، پر هانګ کانګ د چین سخت قوانین، د تایوان په وړاندې د چین موقف، د تایوان په اړه د امریکا موقف او د چین په جنوبي اوبو کې لانجه، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو د روابطو د خرابیدو لوی عوامل دي.