امریکا سږ کال پاکستان ته نظامي مرستې نه ورکوي

د امریکا د دفاع وزیر په افغانستان کې نظامي ماموریت اجرا کړی

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې د ځپلو لپاره کافي اقدامات ندي کړي او په همدې خاطر پنځوس ملیونه نظامي مرستې چې د تیر کال نه پاتې دي،‌ورته نه ورکوي.

امریکا تیر کال هم پاکستان ته د ۳۰۰ ملیونه ډالرو نظامي مرستو د ورکولو نه انکار کړی و. د امریکا د دفاع وزیر جیم‌مټیس په پنټاګان کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان ته د نظامي مرستو نه ورکول " د پالیسۍ برخه نه بلکې د حالاتو ارزیابي ده"

پنټاګان پداسې حال کې په پاکستان نظامي مرستې بندوي چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت په افغانستان کې د طالبانو او داعش سره د جګړې لپاره سیمه ایزه پالیسي جوړوي.

امریکا پدې هم غور کوي چې څومره اضافي امریکایي عسکر افغانستان ته واستوي خو د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې "که په پاکستان فشار را نه وړل شي، د اضافي عسکرو لیږل به ښه نتیجه ورنکړي."

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند ایډم سټمپ وایي په پاکستان د نظامي مرستو بندول د ترویزم سره په جګړې کې د پاکستان عسکرو قربانۍ ته صدمه نه رسوي او نه هم د جنوبي آسیا لپاره د تګلارې د ارزیابۍ له مخې شوې.

په همدې حال کې د پاکستان د چارو کارپوه مایکل کوګلمن وایي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حقاني شبکې او طالبانو سره د جګړې په برخې کې د پاکستان د پڅو اقداماتو لپاره چندنې حوصله نلري. کوګلمن وایي چې جمهور رئیس ټرمپ به د مخکنیو جمهور رئیسانو په پرتله د پاکستان سره جدي برخورد وکړي.