د کاخوفکا اوبو بند له ویجاړېدو وروسته اوکراین کې ۳۵ تنه ورک شوي- مقامات 

د کاخوفکا ویچاړ شوی بند

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کاخوفکا د اوبو بند له ویجاړېدو وروسته اوبو سلګونه کلي او ښارونه لاندې کړي ‌او ۳۵ تنه تري تم دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایګور کلامینکو نن یکشنبه جون ۱۱ [جوز۲۱] وویل، چې اوبو د خرسون او مایکولیف سیمو کې ۷۷ ښارګوټي او کلي په سر اخیستي‌ دي. ده همدغه راز وویل د اوو ماشومانو په ګډون په سیلاب کې ۳۵ تنه ورک شوي دي.

د کاخوفکا د اوبو بند د خرسون په سیمه کې د روسییې تر کنترول لاندې و چې تېره اوونۍ ویجاړ شو. بند د دنیپرو سمند باندې ودان و. مسکو کیف تورنوي چې په بند یې برید کړی، خو کیف دا پړه په مسکو اچوي.

د بند له ورانېدو وروسته د ورڅېرمه سیمو زرګونه خلک وتښتېدل او مقامات وايي چې له بند څخه خوشې شویو اوبو د بشري او محیطي کړکیچ وېره پیدا کړې ده.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر وویل، سیلاب پنځه تنه په خرسون او یو کس د مایکولیف په سیمو کې مړه کړي‌. د اوکراین د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې له دغو سیمو څخه ۳۷۰۰ کسان خوندي سیمو ته انتقال کړل شوی دي.

دا مطلب هم ولولئ

بورل: د کاخوفکا بند نړیدل د روسیې کار دی 

په سیمه کې د فرانس پرس یو خبریال وايي، چې د خرسون په ښار کې چې د اوبو بند ته تر ټولو نژدې دی، د اوبو له کمېدو وروسته اوسېدونکي خپلو کورونو ته ستانه شول چې د وراوښتیو زیانونو اندازه معلومه کړي.

د اوکراین لوی څارنوال او د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې استازی اندریا کوستېن د خرسون لیدو ته ورغلی دی. هغه په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «دا د چرنوبل څخه وروسته تر ټولو ناوړه محیطي کړکیچ دی، موږ یوازې د جنګي جنایت په اړه تحقیق نکوو بلکې د محیط د قصدي‌ ویجاړېدو په اړه هم کوو.»

هغه ویلي دي چې وضعیت ډېر خطرناک دی او په خبره یې یو شمېر تاسیسات چې درې هدیرې او د تیلو د زېرمه کولو ترمینلونه د کثافاتو ډېرۍ هم په کې دي، تر اوبو لاندې شوي دي. نوموړي وویل چې د توربین ۴۵۰ ټنه تېل د دنیپرو او تورې بحیرې په اوبو کې ګډ شوي دي. هغه وویل چې څه باندې «۱۷۰ څارنوالان د بند د ویجاړېدو» په اړه پلټنه کوي او د «جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې همکاران مو هم راسره» دي.