پکتيکا کې خلک کور په کور د پولیو واکسین تطبیق غواړي

د پکتيکا د زېړوک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د پولیو واکسین یې تر کورونو نه رسېږي، دوی له روغتیايي مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي.

زېړوک، ګیان، نکه او برمل د پکتیکا هغه لرې پرتې ولسوالۍ دي، چې اوسېدونکي یې د ژوند د نورو اسانتیاوو ترڅنګ روغتیايي خدمتونه ته بشپړ لاس رسی نه لري.

د ګیان ولسوالۍ اوسیدونکی جمیل وايي، له ډیرې مودې راهیسې یې سیمې ته د واکسین رضاکاران نه دي ورغلي.

جمیل زیاتوي، د واکسین په ګټو پوهېږي او له همدې امله خپل ماشومان د ارګون ولسوالۍ روغتون ته د واکسین کولو په موخه وړي، چې له فلج ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.

په عين وخت کې د پکتيکا د ځينو سيمو اوسېدونکي د واکسين له کمپاين راضي ښکاري، خو له مسوولینو غواړي، چې لرې پرتو سیمو ته پاملرنه زیاته کړي.

د دنګې ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالهادی وايي.

" په مياشت يا ۴۰ ورځو کې واکسين يو ځل راځي او ټول خلک يې خپلو ماشومانو ته ورکوي. هيڅوک يې مخنيوی هم نه کوي. د لارو په پټکونو کې هم واکسيناتوران ناست وي، ماشومانو ته واکسين ورکوي".

د پکتيکا د عامې روغتيا ریاست اړوند د پولیو د عاجلې څانګې ریس محمدنور وايي، له کله چې د پولیو واکسین کمپاینونه له کور په کور څخه کلینک په کلینک شوې، زیات شمېر ماشومان، ځکه له واکسین څخه پاتې کېږي چې صحي مراکزو ته رسیده ګي نه شي کولی.

" دا نه چې د واکسین ټیم کلي ته نه دی ورغلی بلکې ټیم ته اجازه نه شته چې کلي ورشي، د واکسین ټیم په مشخص ځای کې فعالیت کوي که څوک ورشي واکسین به شي او نه ورځي پاته کېږي. په تېر کمپاین کې مو برمل کې له ۳۰ زره ماشومانو یوازي ۶ زره واکسین کړي".

ښاغلی محمدنور زیاتوي، که ولسونه همکاري وکړي دوی هر وخت تیار دي، چې ماشومانو ته يې واکسین تر کورونو ورسوي.

سره له دې چې د روان ۲۰۲۰ مېلادي کال له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د پولیو کومه مثبت پېښه نه ده ثبت شوې، خو بیا هم پکتيکا د افغانستان د ځينو نورو ولايتونو په څېر د پوليوويروس له خطره ډک ولايت ګڼل کېږي.