د هلمند او کونړ سیند مشاعرې وشوې

د هلمند مشاعره د هلمند سیند په غاړه وشوه

په افغانستان کې په سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب مینوال د هلمند سیند او کونړ سیند په نوم مشاعرې وکړې.

معمولآ دا مشاعرې هر کال یو وارې کیږي. مشاعرې ته د افغانستان له نورو سیمو څخه هم شاعران او فرهنګیان وربلل کیږي چې د خپل زړه غوټې وڅپړې.

د هلمند سیند مشاعرې ته چې ماښام پيل او د شپې تر ناوخته پوري يې روانه وه ،د حکومت لوړ پوړي چارواکې او له بیلا بیلو سیمو څخه ۱۵۰۰ ميلمانه بلل شوي وو.

مشاعره د هلمند سیند په غاړه کې د کرزي په لوبغالي کې وشوه.

که څه هم دا یوه هنري غونډه وه خو د هلمند والي حیات الله حیات په کې سیاسي خبره هم وکړه. هغه وویل "موږ د هلمند سیند د مشاعرې تر نوم لاندي راټول یو خو زما د وطن له دې بهانده او پراخ سیند څخه بخیل او کرکجن ګاونډیان لویه ګټه اخلې ،ځکه خو يې د جګړې تنور ګرم ساتلی تر څو افغانان بوخت وساتي او زموږ هستي را څخه لوټ کړي خو زموږ دا ګاونډیان دي و پوهیږي چي موږ د ثبات خواته روان یو او د اوبو د ادارې کولو قوي پلانونه لرو".

کونړ سیند مشاعره

د کونړ په مرکز اسداباد کې هم د کونړ سیند مشاعره وشوه چې د افغانستان له ډېرو ولایتونو نه فرهنګي شخصیتونه وربلل شوي وو.

په دغه لویه غونډه کې د ولسمشر، اجرایه رییس، علومو اکاډمۍ او نورو پېغامونو تر لوستلو وروسته د مجروح په نوم د فکري بهیر له نښانه یو شمېر فرهنګي سټو شال واړوو او ددغه ادبي بهیر پرانیسته یې وکړه.

د کونړ سیند په سږنۍ مشاعره کې لومړی وار و چې ښځینه شاعرانو هم په شعري ژبه خپل نغاړلي لفظونه اورول.

د کونړ سیند سږنۍ مشاعره که له دولتي انګړه لرې وه، نو د کونړ ولایتي چارواکو هم سر نه و ور ښکاره کړی.