فایزر د کویډ۱۹ د واکسین د بیړني تطبیق اجازه وغوښتله 

د فایزر د دواجوړنې شرکت د جمعې په ورځ ۲۰ نومبر‌(۳۰ لړم) د امریکا د خوړو او درملو ملي ادارې څخه غوښتي ‌چې په بیړني حالات کې د کوویډ ۱۹ لپاره تر دې دمه د جوړ شوی واکسین د تطبیق اجازه ورکړي.

د فایزر شرکت څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د دوي وروستي معلومات ښيي چې جوړشوی واکسین د کروناویروس په مخنیوي‌ کې ۹۵ سلنه ګټور ثابت شوی.

د امریکا د خوړو او درملو ملي ادارې د قوانینو په اساس باید یو واکسین د دغه ډول تطبیق وړاندې لږ تر لږ په ۳۰۰۰۰ رضاکارنو باندې چې پکې د پوخ عمر کسانو نه نیولې، ځوانان او سالم کسان شامل وي تطبیق او پایلې یې وڅیړل شي.‌

د فایزر شرکت واکسین د جرمني د بیو انیتک شرکت سره په همغږۍ جوړ شوی چې د جواز لاسته راوړلو په صورت کې ښایي د بلې میاشتې تر پیل پورې یې د تطبیق پروسه هم پیل شي.

دغه شرکت وایي چې د دغه واکسین د تیرو ایمني سوابقو ته په کتو باید په اضطراري توګه یې د تطبیق اجازه ورکړل شي. هغه کار چې د خوړو او درملو اداره یې د واکسین تر بشپړیدو مخکې کولی شي.

همداراز دغه شرکتونو د امریکا سربیره په اروپا او بریتانیا کې هم ددغه واکسین د تطبیق د جواز اخیستو لپاره هڅې پیل کړي چې ډیر ژر به یې چارواکو ته وړاندې کړي.

د امریکا د ساري امراضو د مطالعې د مرکز رییس، ډاکټر انتوني فوچي د فایزر د دغه واکسین د اعلان په درشل کې ویلي و چې”مرسته راورانه ده خو لا د هغې وخت نه دی رسیدلی چې مونږ ماسکونه او نور محافظتي تدابیر یو طرف ته کیږدو. په اصل کې باید د مرستې تر رسیدو پورې دغه اقدامات دوه چنده زیات کړو.“

د فایزر شرکت ویلي چې د کال تر پای پورې کولی شي نړۍ ته د دغه واکسین ۵۰ زره ډوزه وړاندې کړي.