د پاکستان د صدراعظم نوازشریف لور مریم نواز د چارشنبې په ورځ په لومړني ځل یو خاص تحقیقاتي کمیسیون ته حاضره شوه.
د یادونې وړ ده چې د صدراعظم نوازشریف په کورنۍ دا تور دی چې په غیر قانوني توگه یې په ملینونو ډالره د ملک نه د باندې انتقال کړې او جایدادونه یې اخیستي دي.
مریم نواز شریف چې اراده لري د پاکستان په راتلونکې پارلیمانې انتخاباتو کې د خپل پلار د سیاسي گوند نه کاندیده شي، هغې دغه خاص تحقیقاتي کمیسیون ته د حاضرۍ نه وروسته خبریالانو ته وویل چې د هغې د کورنۍ په ضد هیڅ ډول تورونه نشته دی او دا ټول کارونه د دوي د حکومت د بدنامولو لپاره کیږي
مریم نواز خبریالانو ته وویل چې د تحقیقات کونکو ټولو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل خو چې کله یې د هغوي نه تپوس وکړ چې هغه یې د کوم جنایت په تور تحقیقاتو ته راغوښتي ده نو د هغوې سره هیڅ ځواب نه و.
اغلې مریم خبریالانو ته وویل چې د دی نه مخکې هم د هغې په کورنۍ بی اساسه تورونه لگیدلي و خو دښمن یې په خپلو ارادو کې ناکامه شویدي. هغې په خپل ټویټر کې ولیکل چې دا د نوازشریف لور ده او د هیڅ ډول فشار ته به تسلیمه نه شي.
I told him that I am your daughter, trained by you, will neither cower down, nor yield to pressure & nothing will deter me 3/4
— Maryam Nawaz Sharif (@MaryamNSharif) July 4, 2017
د مریم نوازشریف خاص تحقیقاتي کمیسیون ته د حاضرۍ په وخت سخت امنیتي تدابیر نیول شوي و. د پاکستان د جیو ټلویژن وایي چې د مریم محکمې ته د تگ لپاره دومره سخت انتظامات شوي و چې په هغه اندازه د ملک د صدراعظم لپاره هم نه کیږي.
د پاکستان د حکومت د سیاسي مخالف گوند مشر عمران خان په خپل ټویټر کې د مریم د حفاظت لپاره په امنیتي تدابیرو نیوکې وکړی.
The Pakistani nation must decide once and for all whether we are a democracy or a Badshahat. https://t.co/8kiOHR9XGY
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) July 5, 2017
د یادونې وړ ده چې د پاکستان په صدراعظم نوازشریف او د هغه د کورنۍ په ضد د تحریک انصاف د گوند مشر عمران خان هغه وخت په سترې محکمې کې دعوی وکړه چې په پاناما لیکس کې د ډیرو ملکونو ځینې سیاسي مشران، مشهور او شتمن کسانو د خپل ملک نه د پیسو د قاچاق په تور رسوا شول.