پولیسو د یو ایراني په ګډون د مخدراتو ۱۳ قاچاقبران نیولي

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په تیره یوه اونۍ کې د ۱۲ قضیو په تړاو د مخدره موادو د ۱۳ قاچاقبرانو دوسیې، دغه مرکز ته سپارل شوي دي.

د دغه مرکز د مطبوعاتو رئيس احمدخالد مؤحد امریکا غږ ته وویل، چې په نیول شوو کسانو کې یو ایرانی وګړی هم شامل دی.

د ښاغلي موحد پر وینا، د نیول شوو قاچاقبرانو له شمیرې پنځه یې د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوي، چې غوښتل یې په خپلو ګیډو کې هندوستان ته هیروئين قاچاق کړي.

هغه وویل "د دغه مرکز د پولیسو د تدقیق، څیړنو او لابراتوار عمومي مدیریت له لومړنیو څیړنو وروسته ټولې قضیې د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ ته سپارلي دي".

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، چې له نیول شوو کسانو څخه ۱۷ کیلوګرام هیروئين، ۱۴ کیلوګرام اپین، ۱۴۵۸ کیلوګرام چرس او ۱۲۰لیټره الکولي مشروبات کشف او نیول شوي دي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال د میزان په میاشت کې هم پولیسو د ۴۲ قضیو په تړاو د مخدره موادو ۵۴ قاچاقبران نیولي او د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته یې سپارلي دي.

په دغو نیول شوو کسانو کې ۴ دولتي مامورین، ۵ ښځې او یو ایراني وګړی هم شامل دي.

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز، د هغو قاچاقبرانو د دوسیو د څیړلو صلاحیت لري، چې جرم یې دروند وي او د زیاتې اندازې مخدره موادو د قاچاق پر مهال نیول شوي وي.