د کابل پولیسو په موټر سایکل ګرځېدو بندیز ولګوه

د کورنیو چارو وزارت وايي که چا د وزارت له لارښوونې سر وغړاوه، سزا به ورکړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ترهګریزو بریدونو او جنايي پېښو د مخنیوي لپاره په کابل کې په موټر سایکل ګرځېدو بندیز ولګوه.

د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۳ (وري ۲۵) په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې د کابل په ښار کې په ډېرو تروریستي بریدونو کې له موټر سایکلونو څخه استفاده کیږي.

اعلامیه وایي: "...د څېړنو له مخې کابل ښار کې ډېرې ترورېستي پېښې، هدفي وژنې او جنايي جرمونه د موټرسایکل سپرو لخوا کېږي. پر دې بنسټ درنو کابل ښاریانو ته خبر ورکول کېږي څو د روان کال د وري میاشتې د ۲۷نېټې (چهارشنبې) له پیله د راتلونکې خبرتیا تر خپرېدو دې د موټرسایکل له ګرځونې په کلکه ډډه وکړي."

په اعلامیه کې خبرداری ورکړی شوی چې سرغړونکو ته به سزا ورکول کیږي او "هر هغه څوک چې د کورنیو چارو وزارت له دې امر نه سرغړونه وکړي، موټرسایکل به یې ضبط اوچلوونکي سره به قانوني جدي چلند کېږي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت داسې مهال دا اقدام کوي چې د کابل ښار یو شمېر ښاریان د ځینو غلجکیو بریدونو او جنايي پېښو څخه شکایت کوي.

غلجکیو بریدګرو د کابل په ښار کې د ځینو امنیتي چارواکو تر څنګ یو شمېر قومي مشران هم وژلي‌ او له سیمې څخه په موټر سایکل کې تښتېدلي ‌دي.

د شنبې په ورځ د کابل په ښار کې په یو غلجکي برید کې ځینې کسان ووژل شول او بریدګر وتښتېدل.

وسله وال طالبان هم تر ډېره د خپل تګ راتګ لپاره او بریدونو کې له موټر سایکلونو څخه کار اخلي. تر دې مخکې په ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې هم د موټر سکایل په ګرځېدو بندیز لګول شوی و.

دا په داسې حال کې دي‌ چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د کابل په ښار کې په تګ راتګ بندیز لګول شوی دی او له خلکو غوښتل شوي چې له ضرورت پرته دې د باندې نه وځي.