د امریکا په فلادلفیا کې یو وسله وال شپږ تنه ټپي او ځان تسلیم کړ

د امریکا په فلادلفیا کې یو وسله وال شپږ تنه ټپي کړ

د امریکا په فلادلفیا ایالت کې پولیسو هغه تورن کس نن پنجشنبه د ( ګست ۱۵ مه ) سهار وختي ونیوه چې په څو ساعته نښته کې یې شپږ پولیس افسران ټپیان کړل.

کمرو هغه شیبه فلمبرداري کړی چې تورن کس ځان پولیسو ته تسلیموي.

د فلادلفیا د پولیسو کمیشنر ریچارد روز وايي:" پولیسو غوښتل په یوه کور کې د نشه يي موادو یو حکم اجرا کړي. هغوی سیمې ته داخل شوی وو او د پخلنځي شا طرف ته روان وو چې ډزې وشوې."

چارواکي وايي وسله وال کس د مقاومت پرمهال پولیسو ته د ځان له تسلیمولو ډډه کوله.

د پولیسو ویاند همدارنګه وویل ټول شپږ ټنه ټپي شوي افسران د چهار شنبې په ورځ له سیمه ایزو روغتونونو رخصت شوي دي.

دوه نور پولیس افسران وړاندې له دې چې د پولیسو له خوا وژغورل شي د وسله وال کس لخوا په کور کې د څه باندې څلورو ساعتونو لپاره یرغمل شوي وو.

چارواکو د ټلفون په مرسته د ارتباط د څو ځله هڅو سره سره وغوښتل چې له وسله وال کس سره خبري وکړي خو هغه ځواب ورنکړ.

د امریکا په فلادلفیا کې دغه پيښه په داسې کال کې کیږي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د تکساس په الپاسو او د اوهایو په ډیټن کې په دوو جلا پيښو کې وسله والو کسانو ۳۱ کسان ووژل او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړل.