پولیس وايي کابل کې یې یو ځانمرګی په ډزو وژلی

پولیس وايي، بریدګر غوښتل چې په شهر نو پارک کې د ونیې د اهدا‌ء کولو خیمه په نښه کړي.

د کابل پولیس وايي، نن (دوشنبه مۍ۷) له غرمې مخکې د ښار د څلورمې امنیتی حوزې په شهر نو پارک کې یو ځانمرګی د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي امریکا غږ ته وویل، چې په دغې پیښه کې بل چا ته د سر زیان نه دی رسیدلی. د ښاغلي ستانکزي پر وینا،بریدګر پلی وو او غوښتل یې، چې په شهر نو پارک کې د وینې د اهداء کولو خیمه په نښه کړي.

هغه وویل "په دې سیمه کې بل نهاد یا ارګان نشته، بریدګر غوښتل چې په پارک کې د وینې د اهداء کمپاین په نښه کړي، کوم پولیس چې د هغوی د امنیت لپاره هلته موجود وو، هغوی ورباندې مشکوک کیږي او د ډزو په نتیجه کې یې له منځه وړي".

د دغې پیښې مسولیت تر اوسه کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

د وینې د اهداء کولو دغه خیمه، د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو او مدني فعالانو، د شش‌درک د ځانمرګو بریدونو ټپيانو ته د وینې د راټولو لپاره لګولې ده.

د ثور میاشتې په لسمه، د کابل ښار په شش‌درک سیمه کې د دوو پرله پسې ځانمرګو بریدونو په نتیجه کې د نهو خبریالانو په ګډون ۲۲ تنه ووژل شول او ۴۷ نور ټپیان شول.

په ټپیانو کې دوه تنه خبریالان هم شامل دي.