د کوچني اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابیر نیول شوي ـ رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

دغه وزارت وايي، د کلکو امنیتي تدابیرو په هدف به په ټولو ښارونو کې امنیتي سرتېري په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دوشنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۱۳مه» په کابل کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چې د ګډ امنیتي پلان له‌مخې په ځانګړي ډول پولیسو ته دنده سپارل شوې په کوچني اختر کې د مسجدونو، عیدګاه ګانو او تفریحي پارکونو امنیت ونیسي.

هغه وویل:"د احتمالي تروریستي حملو د مخنیوي په هدف د پولیسو ټولې قطعې د چمتووالي په حالت کې دي، د احتمالي واقعې پېښېدو د مخنیوي لپاره به ډېر ژر ځان تر ګواښ لاندې سیمې ته ورسوي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د کوچني اختر د ډاډمن امنیت په خاطر له ټولو ښاریانو څخه له پولیسو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال په راتلونکي کوچني اختر کې د کلکو امنیتي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکوي، چې روانه میاشت د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ماین چاودنو او ډله ییزو بریدونو ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.