بنګله دیش کې د پولیسو او محصلینو شخړه؛ د مړو شمیر ۱۲ ته ورسید

په بنګله دیش کې د پولیسو او محصلینو ترمنځ په شخړو کې تلفات اوښتي

د بنګله دېش پولیسو د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۸مه) د دغه هېواد په پلازمېنه ډاکه کې له مظاهره کوونکو محصلینو سره نښته وکړه، چې په پایله کې یې نن شپږ تنه نور ووژل شول.

د مظاهرو د پراخیدو د مخنیوي په موخه، د پنجشنبې په ورځ په ځینو برخو کې انټرنټ او د ګرځنده ټیلیفونونو (موبایل) خدمات بند کړل شول او پر مظاهره چیانو اوښکې بهونکی ګاز وکارول شو.

د بنګله دېش محصلین له څو اونیو راهیسې په دولتي دندو کې د توکم پر بنسټ "د توپیري" سهیمه بندۍ د ختمولو او د وړتیا پر بنسټ د مساوي فرصتونو د غوښتنې لپاره په مظاهرو بوخت دي او ادعا کوي چې دغه ړنډه امتیازات د واکمن ګوند په ګټه ده.

د محصلینو مظاهرې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې زور واخیست چې د ډاکه پوهنتون په انګړ کې له مظاهره کوونکو سره پولیسو نښتې وکړې او د دې نښتو په دوام کې د سه شنبې په ورځ شپږ کسان ووژل شول.

په دغو نښتو کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي، چې اکثر یې محصلین دي. د بنګله دېش حکومت د دغه هېواد د ټولو پوهنتونونو د تړلو امر وکړ.

د بنګله دېش د قانون وزیر انیس الحق ویلي، حکومت له مظاهره کوونکو سره خبرو ته لیواله دی او د ده په وینا، هر کله چې مظاهره کوونکي محصلین خبرو ته کښیني حکومت چمتو دی.

دا د شیخ حسینه واک ته له رسیدو وروسته چې د څلورم ځل لپاره یې د دغه هیواد ولسمشره شوې، لومړنۍ سرتاسري مظاهرې دي.

د دغو مظاهرو اصلي ریښه د بنګله دیش د ځوانانو ترمنځ د بیکارۍ لوړه کچه ده. دا مهال د بنګله دېش د ۱۷۰ میلیونو وګړو یو پر پنځمه برخه له زده کړو او کار څخه بې برخې دي.

د بنګله دېش حکومت ۳۰ سلنه دولتي دندې د هغو کسانو کورنیو ته ځانګړې کړې چې د ۱۹۷۱ کال په جګړه کې کله چې بنګله دېش له پاکستان څخه خپلواکي واخیسته جنګیدلي دي. مظاهره کوونکي محصلین ددې سهمیې لغوه کول غواړي او تر اوسه د شیخ حسینه حکومت دې غوښتنې ته غاړه نه ده ایښې.

ټاکل شوې د بنګله دیش ستره محکمه د اګست په اوومه د حکومتي دندو د سهمیې په اړوند د حکومت د پلان په هکله پریکړه وکړي. د بنګله دېش صدراعظم له لاريون کوونکو محصلينو غوښتي، چې صبر وکړي او د محکمې پرېکړې ته دې انتظار وباسي.

په ډاکه کې د متحده ایالاتو سفارت اعلان وکړ چې د پنجشنبې په ورځ تړلی دی او په بنګله دیش کې میشتو امریکایی اتباعو ته یې امر کړی چې لاریونونو او لویو غونډو ته له نږدې کیدو ډډه وکړي. د هند سفارت هم خپلو هیوادوالو ته ورته لارښوونه کړې ده.

د بشري حقونو ډلو، ملګرو ملتونو او امریکا د بنګله دېش پر حکومت غږ کړی چې سوله ییز لاریونونه د تاوتریخوالي په وړاندې وژغوري.