پکتیکا کې د جماتونو له لارې خلکو ته د پولیو عامه پوهاوی کیږي

پکتیکا ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست، د دې ولایت اړوند ټولو جماتونو خطبېلیږلي او له ملا امامانو یې غوښتې چې د ممبر له لارې کورنیو ته د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په هکله عامه پوهاوې ورکړي.

د پکتیکا ولایت د ارشاد، حج اوقافو رئیس مولوي ضبط الله وایې، د پولیو واکسین په برخه کې یې د خلکو د پوهې د لوړولو په خاطر ډیریو ولسوالیو ته چیرته چې د جمعې لمونځ ادا کیږي ځانګړې خطبې لیږلې.

هغه وویل"مونږ خپلو جامع امامانو ته په کومو ولسوالیو کې چې د جمعې لمونځ ادا کیږي رسمي او مکتوبي خطبې لېږلي چې د جمعې په لمونځ کې د پولیو واکسین ګټي او فایدې خلکو ته بیان کړي".

مولوي ضبط الله همدارنګه زیاتوي، چې دې کار یې ښه نتېجه ورکړې او لا به هم دوام ورکړي، تر څو ټول خلک د پولیو واکسین په ګټو پوه شي.

په پکتیکا کې د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر حکیم همت هم د ارشاد، حج اوقافو ریاست له لوري د دې ولایت ولسوالیو ته د پولیو واکسین په اړه د خطبو لېږل ښه ګام بولي او وايې، د بېلابېلو پروګرامونو په ترسره کولو سره، اوس د خلکو عامه پوهاوی تر پخوا ښه شوی.

ده وویل"هغه مسجدونه چې په حج اوقافو ریاست پوري اړوند دي خطبې لېږل شوي، په پکتیکا کې دیني علما، قومي مشران او ځوانان همکار دي، همدا همکاري ددې لامل شوې چې عامه پوهاوی لوړ شوی".

د صالح محمد په نوم د پکتیکا ولایت د یحیی خیل ولسوالۍ اوسېدونکی وایي، د پولیو واکسین په اړه د خطبو له لارې د خلکو پوهول تر ټولو غوره لار ده، خو د هغه پر وینا تر اوسه یې له ملا امامانو څخه د پولیو واکسین د ګټو او اهمیت په اړه په خطبو کې څه نه دي اوریدلي.

هغه وویل"دا خو ډیره ښه خبره ده چې د ممبر له لارې خلکو ته د پولیو واکسین په باب خبرې وشي، خو په خپله مې نه اوریدلي او نه مې هم لیدلي چې داسې یو کار دې شوی وي".

صالح محمد د حج اوقافو ریاست څخه وغوښتل چې د خطبو لېږلو تر څنګ دي پر علماوو ټینګار او څارنه هم وشي.

پولیو هغه لاعلاجه او معلولونکې ناروغۍ ده چې هیڅ تداوي نه لري، د روغتیاپالانو په خبره چې د مخنیوي یوازینۍ لاره یې د پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته د هر کمپاین پر مهال دوه څاڅکې واکسین تطبیقول دي.