پکتیکا کې د پولیو دویمه پېښه ثبت شوې

په دې سره په افغانستان کې د پولیو پېښو شمېر ۲۰ ته ورسېد

د پکتیکا ولایت روغتیايي چارواکي وایي، چې د برمل والسوالۍ په تورې وړې سیمې کې یوه ۱۲ میاشتنۍ ماشومه په پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.

په پکتیکا کې د پولیو اړوند د عاجلې څانګې مشر محمدنور امریکا غږ ته وویل، که څه هم په ګوزڼ د اخته شوې ماشومې کورنۍ ادعا کوي، چې ماشومې ته یې دوه ځلې د پولیو ضد واکسین د تطبیق کړی، خو داسې معلومېږي چې هېڅ ډول واکسین نه دي اخیستي.

هغه وویل:"یوه انجلۍ د سیدې په نوم چې ۱۲ میاشتې عمر لري او د ګلاب خان لور ده، د برمل ولسوالۍ د تورې وړې اوسېدونکې ده، د اندامونو د ضعیفوالې په خاطر یې سمپل واخیستل شوه او مثبت پولیو ثابت شوه."

محمدنور همداراز وايي، د برمل ولسوالۍ ترڅنګ د پکتیکا ډیری نورې ولسوالۍ هم د پولیو ویروس له جدي خطر سره مخ دي.

خو د پکیتا ولایت یو تن اوسیدونکی سیف الرحمان وايي، که دولت د پولیو ویروس مخنیوی ونه کړي کېدای شي ددې سیمې ډیر ماشومان په دې ناروغۍ اخته شي.

ده وویل:"ډیره خواشینوونکې ده چې په پکتیکا کې بیا ځلې د پولیو مثبته پیښه رامنځ ته کیږي دولت یې باید د مخنیوي لپاره په یاده سیمه کې ددې ناروغي په وړاندې خپل تبلیغات دوامداره وساتي."

دا په تېره عیسوي میاشت کې د پولیو دویمه مثبته پیښه ده چې د پکیتکا ولایت په برمل په ولسوالۍ کې ثبتیږي.

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو شمېر ۲۰ ته ورسید، چې ۸ پېښې په ارزګان، ۵ پېښې په هلمند، ۳ پېښې په کندهار، ۱ په کونړ، ۱ په ننګرهار او ۲ پېښې هم په پکتیکا کې دي.

تېر ۲۰۱۸ عیسوي کال په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۲۱ پېښې ثبت شوې وې.