تر اوږد ځنډ وروسته ارزګان کې د پوليو واکسین کمپاین پیل شو

د ارزګان ولایت روغتیايي مسؤلین وايي، چې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد ناروغۍ په روان کمپاین کې به ټول دوه سوزه رزه د هدف وړ ماشومان واکسین شي.

په ارزګان ولایت کې تېر کال د پوليو ۲ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې روغتیايي مسؤلین یې د ماشومانو د روغتیا لپاره لوی ګواښ ګڼي.

د اروزګان په کلیوالي سیمو کې د واکسین د عملي کولو پر ډول د نظر د اختلاف له کبله په دې ولایت کې هم د جنوب د نورو سیمو په څېر له تیرو ۸ میاشتو راهیسې تر یو سلو پنځوس زره زیات ماشومان د واکسین له تطبیق څخه محروم پاتې وو.

افغان ماشوم د پولیو واکسین کولو پرمهال

د واکسین څخه پاته ماشومانو ته د واکسین رسولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د نوي تګلارې له مخې په نا امن سیمو کې د کور په کور واکسین پر ځای د څو کورنو لپاره د ماشومانو د را یو ځای کېدو مرکز ټاکل کېږي او بیا واکسین ورته عملي کیږي.

د اروزګان د عامې روغتیا ریس ډاکتر خان آغا میاخیل وايي، چې د پوليو پرضد د کمپاین په ترڅ کې به د دې ولایت ټولو لرو پرتو سیمو ته واکسین ورسول شي.

ده وويل"د طالبانو سره د خبرو څخه وروسته د اوس لپاره دې پرېکړې ته رسېدلي یو چې د دوی تر ولکې لاندي سیمو کې به کمپاین عملي کيږي".

د اروزګان دیني عالمان وايي، چې د ماشومانو د روغتیا لپاره وقایه ځانګړی اهمیت لري.

دوی په نا امنه سیمو کې له ښکېلو غاړو غواړي، چې د واکسین د عملي کولو پر وړاندې خنډونه رامنځته نه کړي.

د ارزګان دیني عالم مولوي حمدالله وویل"د مسلمانانو لپار مهمه ده چې د خپلو ماشومانو د صحت لپاره د پوليو واکسین مخنیوی ونه کړی،که دهغوی روغتیا ته پاملرنه ونه کړي الله تعالی به د دې پوښتنه ورڅخه وکړي".

په جنوبي حوزه کې د ماشومانو د واکسین کولو ټیم

د واکسین د عملي کولو د تګلاري په اړه د روغتیايي مسئولینو او د وسله والو طالبانو د سیمه ایزو کسانو ترمنځ د نظر د اختلاف له کبله له تیر یوه کال راهیسې د جنوب په بېلا بېلو ولایتونو کې تر ۹ سوه زره زیات تر پنځو کلونو ښکته ماشومان له واکسین څخه پاته وو.

خو روغتیايي مسئولین بیا وايي, چې اوس دا ستونزه حل شوې او ټوله هڅه پر دې ده چې په روان کال کې د پوليو ويروس له‌منځه یو وړل شي.