خوست کې ۳۵ زره ماشومان له ګوزڼ ضد واکسين پاتې شوي دي

آرشیف

د روغتيا نړيوالې شبکې د معلوماتو له مخې د خوست په صبرۍ او يعقوۍ ولسوالیو کې شاوخوا ۳۵ زره ماشومان د تیر کمپاين پر مهال د ګوزڼ ضد واکسين څخه پاتې شوي دي.

دغه سازمان امريکاغږ ته وويل، چې د دوو موجودو روغتيايي مرکزونو څخه بغیر د دغو ولسوالیو په هيڅ سيمه کې د طالبانو د مخالفت له وجهې د وروستي او دغه راز د تېرو څو کمپاينونو په ترڅ کې ماشومانو ته واکسين نه دی شوی.

په داسې حال کې چې تېرکال په دغه ولسوالۍ کې د پوليو يوه مثبته پېښه ثبت شوی، د دې ولسوالۍ یو شمیر اوسېدونکي له روغتيايي مسؤلينو غوښتنه لري، چې له طالبانو سره ستونزه حل او کور په کور د واکسينو تطبيق ته زمينه برابره کړي.

د دې ولسوالۍ یو اوسیدونکی زاهد الله وایي: "... ګوزڼ ډیر ضرري شی دی او یواځې واکسين يې مخه نيسي، بايد واکسیناتوران کليو ته لاړ شي ځکه [د ماشومانو واکسین] له چا څخه به د غريبۍ نه پاتې کيږي، او له چا څخه به د مجبورۍ نه پاتې کيږي چې روغتون ته يې يوسي".

صبرۍ او يعقوبۍ د خوست شمال ختيځ لور ته پراته دوه ولسوالۍ دي چې د وسله والو طالبانو د نسبي کنترول له وجهې په کې واکسيناتوران د کور په کور يا جومات په جومات کمپاين د تطبيق اجازه نه لري.

د دې دوو ولسوالیو د روغتيايي مرکز مسؤل ډاکټرعبدالناصر امریکا غږ ته وويل، تر هغه چې طالبان کور په کور د پوليو واکسين تطبيق ته اجازه ور نه کړي، ښايي په دغه ولسوالۍ کې نور ماشومان هم د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شي.

نوموړی وايي: "د حل معقوله لار يې دا ده چې خلکو ته کور په کور واکسين وشي. ځکه اوس د يو لړ ستونزو له امله نه کيږي، نو ښه معقوله لار يې دا ده چې خلک بايد دغو روغتیايي مرکزونو ته راشي، چې يو یې په "زمبر" سیمه کې او بل یې په "خلبېساتو" کې دی".

د روغتيا پالانو په وينا، کله چې په يوه سيمه کې د پوليو يوه مثبته پېښه راڅرګندېږي، زيات احتمال شته، چې په هغه ځای کې ۲۰۰ نور ماشومان هم د پوليو په ويروس ککړ شوي وي.

پوليو ساري او ناعلاجه ناروغي ده، خو د مخنيوي يوازنۍ وسيله يې د پوليو دوه څاڅکې واکسين بلل کيږي.