کونړ کې د پولیو پر ضد د مخالفتونو له منځه وړلو هڅې

کونړ کې دپولیو واکسینو دمخالفتونو دلمنځه وړلو لپاره په قومي کچه جرګې جوړېږي.

دکونړ چارواکي وايي ددغه ولایت په ډېر نا امنه او له حکومتي ولکې په وتلو سیمو کې یې دپولیو واکسینو دپلي کېدا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او ژر ده ،چې دغلته محرومو ماشومانو ته ځانونه ور ورسوي.

اوس مهال دکونړ په اتو ولسوالیو کې څه دپاسه دیارلس زره ماشومان دپولیو له واکسینو محروم دي.

دکونړ دعامې روغتیا رییس ډاکټر احسان الله فضلي له واکسینو نه دپاتې کېدونکو ماشومانو پر وضعیت اندېښمن دی او وايي هڅه کوي،چې دپولیو ضد واکسین ور ورسي.

نوموړی وايي:" مونږ اوس مهال څه دپاسه دیارلس زره ماشومان داسې لرو ،چې له واکسینو پاتې کېږي،مونږ هڅه کوو،چې دغه ماشومان واکسین شي او په دې برخه کې مو ټولو ولسي خلکو او دولتي ادارو ته ویلي،چې مرسته وکړي".

نوموړی وايي په ډېرو سیمو کې یې وسله وال سړي مخالفت کوي او ځينې کورنۍ هم خپل ماشومان واکسین کول نه غواړي.

ډاکټر احسان الله زیاتوي،چې په دې لاره کې یې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او ژر ده ،چې یوې پایلې ته ورسېږي.

خو دکونړ والي وحید الله کلیمزی وايي په دغه برخه کې یې دقومي مشرانو سره خبره غوټه کړې،څو دخبرو او جرګو له لارې دغه ستونزه اوره کړي.

هغه وویل: " مونږ به دجرګو او قومي مشرانو په مرسته ددغه ستونزې دحل لپاره کار وکړو او داغه ستونزې ته به دحل لاره راوباسو".

والي وايي دپاتې کېدونکو ماشومانو شمېره یې دپام وړ راکمه کړې او راتلونکي کې هم خپلې هڅې لاپسې توندوي.

که څه هم ډېر دیني عالمان دواکسینو دپلي کېدا په مسله کې دحکومتي نظر پلوي دي،خو بیا هم په ډېرو سیمو کې ممانعتونه لا دوام لري.

ددغه ولایت اوسېدونکي وايي واکسین یې ماشومان له دایمي فلج نه ژغوري،ځکه خو په دغه برخه کې پر نورو کورنیو هم غږ کوي.

په کونړ کې دیوه ښوونځي ښوونکی حبیب الله دانش وايي: " دغه واکسینو ته اسلام هم جواز ورکړی دی ، مونږ یې ځکه ماشومانو ته کوو،چې دفلج څخه وژغورل شي او مونږ پر ټولو کورنیو غږ کوو،چې خپل ماشومان له فلج څخه وژغورئ".

دغه ځايي اوسېدونکي وايي که ماشومان یې واکسین نه شي نو دتل لپاره به یې دبدن ځينې غړي فلج او دکورنۍ او ټولنې داوږو بار به وګرځي.

روان میلادي کال په افغانستان کې دپولیو ۱۹ پېښې ثبت شوي،چې دوه یې یواځې دکونړ په چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو کې دي تېر کال دا پېښې ۲۸ وې.

که څه هم په ټوله نړۍ کې دپولیو وایروس له منځه تلی،خو دوه ګاونډي هېوادونه افغانستان او پاکستان ددغه مرض وروستي سنګرونه پاتې دي.